د ستمبر له ۱۱مې پېښې ژغورل شوو کې څوارلس زره کسان په سرطان اخته شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د ۲۰۰۱ سپتمبر د يوولسمې خونړۍ پېښې په اړه په امریکا کې ګڼ شمېر څېړنيزو ادارو په خپلو تحققاتو کې ويلي، د يادې پېښې د مرستندويه ډلو او ژغورل شوو څخه يې څوارلس زره کسان په سرطان ناورغۍ اخته شوي دي.

اتلس کاله مخکې په نيويارک کې د دوو سوداګريزو برجونو د نړيدو پېښې کې چې څومره خلک ژغورل شوي وو، په هغو کې سلګونه کسان د خطرناکو ناروغيو له امله مړه شوي، په ځانګړې توګه د سينې سرطان او نورو خطرناکو ناروغيو اخته شوي وو. د دې ناروغيو لامل دا و، چې د دوو سوداګريزو برجونو د نړېدو له امله د نيويارک منهاتن ښار تر څو اونيو کيميايي ګازونو او زهرجنو لوګيو نيول و.

اګر که دا په ظاهره ډېره د منلو نه ښکاري، چې د خونړيو بریدونو او ژغورل شوو خلکو په سرطان اخته کېدو ترمنځ دې کومه اړيکه وي، خو طبي څېړنو ثابته کړې، چې د دغې پېښې ګڼ شمېر ژغورل شوي خلک د زهرجنو کيميايي موادو او لوګيو له امله په سرطان او نورو مرګونو ناروغيو اخته شوي دي.

دا څېړنه د امریکا «دي لانسيټ» طبي مجلې ليکلې ده.

په څېړنه کې راغلي، له ۲۰۱۲ کال راهيسې د امريکا طبي څېړونکو د سرطان پنځوس ډوله نور اضافه کړي، چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د يوولسمې خونړۍ پېښې وروسته پيدا شوي دي.

د اطفائيې د يوه غړي جوانا ريزمان مېرمن نيويارک ټايمز ته ويلي، خاوند يې د ۲۰۰۱ د سپتمبر پېښې په ژغورونکو ډله کې و او په ۲۰۱۴ کال د دماغو سرطان له امله مړ شو او موږ بايد دا ومنو، چې د وژل شوو سربېره د دې پېښې نور قربانيان هغه خلک دي، چې د پېښې د نورو عوارضو له امله يې ژوند بایللی دی.

نيويارک ټايمز د سپټمبر د يوولسمې پېښې له امله د بل ناروغ شوي جان کلین له قوله ليکلي، چې ده د پېښې له ځايه دوه سړکه لرې کار کاو، هغه هم په سرطان اخته شوی دی، بل سړي ۳۷ کلن ريچرډ فاهر هم دغلته نږدې منهاتن کلي کې دنده درلوده، هغه هم د دې لوګيو له امله د غټو کولمو په سرطان اخته شوی دی، چې په عامه توګه دا ناروغي سپين ږيرو او عمر خوړلو خلکو کې پيدا کيږي.

د نړیوالو سوداګريزو برجونو د روغتيايي پروګرام څېړونکو د روان کال په جون مياشت کې ويلي و، چې ديارلس زره او اته سوه کسان د سپتمبر د ۱۱مې پېښې له امله په سرطان اخته شوي او ۷۳۲ کسان د مرګونو ناروغيو له امله مړه شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د