افغانستان

ناټو: د نړیوال تروریزم د مخنیوي په هدف د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د ناټو سازمان وایي، په دې موخه چې د نړیوال تروریزم مخه نیول شوي وي او افغانستان یوه ثبات ته رسېدلی وي؛ د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکوي.

دغه څرګندونې د ناټو عمومي سرمنشي «ینس سټولټنبرګ» د سپتمبر د یوولسمې په مناسبت رابلل شوې غونډې ته وکړې، نوموړي وویل « د تروریزم په وړاندې جګړه نړیواله بڼه لري، په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو موجودیت په همدې موخه دی څو وکولای شو، د سولې لپاره شرایط برابر کړو او تر څنګ یې افغان امنیتي ځواکونو ته ښوونه او روزنه وکړو او هغوی ته نظامي تربیه ورکړو».

ینس زیاته کړه « د افغان ځواکونو له روزنې موخه دا ده، څو له یوې خوا د نړیوال تروریزم مخه ډب شي او له بل لوري هغوی وکولای شي د افغانستان امنیت وساتي او افغان ټولنه په یوه باثباته ټولنه بدله شي».

د ینس په قول، ترورستانو د سپتمبر په ۱۱مه جوړه برجونه ونړول؛ خو نشي کولای زموږ د ژوند لاره ړنګه کړي.

ینس داسې مهال د افغان ځواکونو روزنه د نړیوال تروریزم د مخنیوي په مانا بولي، چې د ګډ حکومت مشر هم په بیا، بیا اقرار کړی، د افغان امنیتي ځواکونو قربانۍ د نیویارک او واشنګټن د خوندیتوب په موخه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x