افغانستان

ایران: د سولې پروسه دې د افغان حکومت په رهبرۍ مخته یووړل شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۸ل): په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازی « مجید تخت روانچي» وایي، د افغانستان د سولې پروسه دې د افغانستان د خلګو په خوښه او د کابل حکومت په مرکزي رول مخته یووړل شي.

روانچي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناستې ته یې خبرې کولې، وویل « زه په ټولو نړیوالو دخیلو هیوادونو غږ کوم، چې د سولې له یوې داسې پروسې دې ملاتړ وکړي، چې له مخې یې افغانان وکولای شي خپله راتلونکې په خپل لاس وټاکي».

روانچي زیاته کړه « هيڅ هیواد حق نه لري دا فغانستان د راتلونکې په تړاو د افغانستان د حکومت په نشتون کې پرېکړه وکړي او یا هم یوه غیر شفافه، یو اړخیزه سیاسي معامله ترسره کړي».

نوموړي له دې سره، سره د افغانستان راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې ددې هیواد د ډیموکراټيکو حقوقو د خوندیتوب په موخه اړینې وبللې او په سیاسي ګوندونو یې غږ وکړ څو په ټاکنو کې فعاله ونډه واخلي.

ایرانچي  له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې هیله وکړه څو له ټاکنیزې پروسې ملاتړ وکړي او هڅه وکړي په یوه ښه فضا کې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا هغه قوم دی چی نه يی کفار په کفر کی شميری او نه يی هم مسلمانان په اسلام کی .
دی نامرده خبيثانو تل په بد حالت کی د شا له خوا پر افغانانو وار کړی .
د امريکی له خوا پر دوی بنديزونه دی خو پر هغه سربيره په افغانستان کی د هغو د ګوډاګی رژيم ملاتړ کوی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close