ضمیر کابلوف

کابلوف: بولټن له طالبانو سره د توافق مخالف وو، استعفاء یې مثبت اغېز درلودلای شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د روسيې هیواد د ولسمشر ځانګړی استازی «ضمیر کابلوف» وايي، د امریکا د ملي امنیت سلاکار له طالبانو سره د توافق په برخه کې د ټرمپ مخالفت کاوه، چې استعفاء یې د افغان سولې په برخه کې مثبت رول درلودلای شي.

سپوټنیک خبري اژانس د کابلوف له خولې لیکي « تر دې دمه په ښکاره ټکو نشو ویلای، چې د جان بولټن استعفاء به په افغان سوله او د امریکا او طالبانو په مذاکراتو څه ډول اغېز وکړي؛ خو څومره چې موږ خبر یو هغه له طالبانو سره د توافق سخت مخالفت کاوه او که چېرې اوسنی وضعیت بدل شي، د نوموړي استعفاء د طالبانو او امریکا د مذاکراتو په برخه کې مثبت اغېز درلودلای شي؛ خو په دې تړاو بیا هم کوم شواهد نه لرو».

کابلوف زیاتوي « بولټن یوازې د طالبانو او امریکا د خبرو په مخالفت نه، بلکې په ډېرو نورو مواردو کې هم د ټرمپ له منتقدینو او مخالفینو څخه وو».

د امریکا د ملي امنیت مشاور «جان بولټن» چې ویل کېږي، له طالبانو سره د امریکا د احتمالي توافق مخالفت يې کاوه، څو ورځې وړاندې د ډونالډ ټرمپ له لوري له دندې ګوښه شو.

ټرمپ په یوه لنډ پیغام کې ولیکل « د بولټن ډېر نظریات موږ ته د منلو وړ نه وو، نور په سپينه ماڼۍ کې د هغه خدمت ته اړتیا نه لېدل کېده، ما ترې استعفاء وغوښته او هغه استعفاء وکړه».

تر دې وړاندې هم امریکايي رسنیو راپورونه ورکړي وو، چې جان بولټن له خلیلزاد څخه د طالبانو او امریکا د توافقنامې غوښتنه کړې وه؛ خو د سپیني ماڼۍ له لوري ورته سپارل شوې نه وه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د