
د افغانستان غوره ليګ دويم پړاو سيالۍ راتلونکي کال ته وځنډيدې
نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ په يوه نوي ورکړل شوي خبر کې وايي چې د شل اوريزو پريمئير ليګ دويم پړاو سيالۍ راتلونکي «۲۰۲۰م» کال ته وځنډيدې.
کرېکټ بورډ د ياد ليګ لومړي پړاو مالي او د سپانسر کولو قرارداد چې له هندي کمپنۍ سنيکسر سپورت (Snixer sports) سره کړی و ختم کړ، دغه ډول يې ليګ هم راتلونکي کال ته وځنډاوه.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې ياد شرکت د افغان پريمئير ليګ تر ټاکلې مودې په کلني فیس د نه ورکړې او د لیګ چارو په روڼتیا کې د شته اندېښنو له امله فسخ کړ.
The Afghanistan Cricket Board today terminated the @APLT20official Sanction and Commercial Rights Agreement with Snixer Sports and postponed season II of the league to next year.
Read more:https://t.co/8UywaCq6Rp pic.twitter.com/BIVzOrjjzg
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) September 12, 2019
د کرېکټ بورډ ادارې د شل اوريزو غوره ليګ قضيه د فساد تورونو د داخلي څيړنې په موخه د افغانستان څارنوالۍ ته وړاندې کړه ترڅو د قضیې ټول اړخونه په مسلکي او روڼ ډول وڅېړل شي.
د افغانستان پريمئر ليګ لومړي پړاو سيالۍ تېر کال په داسې حال کې پېل شوې چې د يو شمېر لوبغاړو او چارواکو لخوا پرې د فساد تورونه پورې شوي وو.
د افغانستان شل اوریزو غوره لیګ لومړی پړاو سيالۍ تېر کال په متحده عربي اماراتو کې د پنځو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې وې چې د بلخ لیجنډز لوبډلې په کې اتلولي خپله کړې وه.