کابل: طالبانو د کمانډويانو په قرار ګاه موټر بم بريد کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۸ل): څو شیبې وړاندې طالبانو کابل کې د کمانډو عسکرو په قرارګاه موټر بم برید کړی دی او کمانډويانو ته يې مرګ ژوبله ړولې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د کابل په ريشخور سيمه کې يې د کمانډو عسکرو په قرارګاه موټر بم بريد کړی او په قرار ګاه کې ميشتو دوه سوه کمانډويانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

مجاهد ويلي دي چې ياد سرتيری بريد د ملا احمد وردګ په نامه د يو سرتيري بريدګر له لوري د موټر په واسطه ترسره شو چې موټر يې د قرار ګاه منځ ته ورداخل کړی و.

هغه ويلي دي چې په دغه قراره ګاه کې تر دوو سوو عسکر ميشت و چې ټول په کې مړه او ټپیان شوي دي.

ذبيح الله مجاهد ویلي دي چې وژل شوي هغه کمانډو عسکر وو چې د ولسي وګړو په کورونو يې چاپې او شپنيز عمليات ترسره کول او په وينا يې چې دوی دغه بريد د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په انتقام کې ترسره کړی دی.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمی هم بريد تاييد کړی دی خو د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويلي خو د دفاع وزرات په خبرپاڼه کې راغلي  چې په ياد سرتيري بريد کې څلور عسکر وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تيره اوونۍ د کابل په رياست چهل هم موټر بم بريد وکړ چې په نتيجه کې يې بهرنيو او داخلي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

آفرين طالبانو ، دا خبيثان داسی وژنی چی د ژوندو څخه يی لاره ورکه سی او ډالر پر زهر سی .