عمران خان: افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ مسؤوليت د پاکستان پر غاړه نه دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، په افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ پړه پر پاکستان اچول غیر مناسب کار دی او که پاکستان د امریکا په ملاتړ جګړه کې ګډون نه وای کړی، اوس د نړۍ خطرناکو هېوادونو کې نه شمېرل کېده.

عمران خان د روسيې يوه تلويزون سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، امريکا په افغانستان کې ناکامه شوې او د دې ناکامۍ پړه پر پاکستان اچول غیر مناسب دي.

د پاکستان لومړی وزير وايي، د امريکا په جګړه کې د ګډون له امله دغه وسله والې ډلې د پاکستان خلاف شوي دي، په دغه جګړه کې اويا زره پاکستانيان وژل شوي او له سل ميليارده ډالرو زيات مالي نقصان ور رسېدلی دی.

د عمران خان په وينا دی له پيله په دې جګړه کې د پاکستان د ګډون مخالف و او د پاکستان د هغه وخت پوځي واکمن جنرال مشرف يې د امریکا په ملاتړ د افغانانو ضد جګړه کې د ګډون کولو له امله ملامت بللی دی.

هغه وايي، د شوروي پر ضد جګړه کې امریکا دا خلک مجاهدين بلل، خو کله، چې د امریکا د ګټې خلاف شول، اوس يې ترهګر بولي.

عمران زياته کړه، چې دا ډول فکر کول ډېر ښکاره تضاد دی.

عمران خان دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې په افغانستان کې د امریکا له پوځي ناکامۍ وروسته په سياسي ډګر کې هم له ناکامۍ سره مخ شوې او ډېری کارپوهان په دې نظر دي، چې امریکا د طالبانو له لوري په سياسي ډګر کې ماتې خوړلې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

امریکا د طالبانو له لوري په سياسي ډګر کې داسي ماتې خوړلې ده چي سم دم يې په ټرمپ کوناټی وټکاوه او امريکايان او د امريکا ګوډاګيان او هغې پلوي هيوادونه يې په شر مو وشرمول.

جميل
میلمه
جميل

داسی يی په وټکاوه چی سُخت يی لا پاته دی ، او دا شرميدلی به داسی شرمنده وی چی دا شرم به يی هير وی ان شاءالله
ولعذاب الاخرته اکبر

اجمل
میلمه
اجمل

پاکستانیان په دی خبرو د طالبانو مورال قوی کول غواړی. خو ممکن چی ترمپ خپل عملیات دا ځلی د کویټی په شورا وکړی. طالبان دی ورته ټینګه کړی.

اجمل
میلمه
اجمل

دا د ##ځوی ځان پدی خبرو غواړی پاکستان ته حیثیت ور په برخه کړی چی یعنی مونږه خو ډیر همکاره وه خو خبره تاسو خرابه کړه. لعنتیان ډیر مکاره او شیطانان دی.

گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

تاسی څه فکر کوی چی کچیری پاکستان امریکا ته هوایی لار او آډه نه وای ورکړی نو امریکا کولای شول چی افغانان بمبار کړی تر اوسه چی څومره افغان شهیدان شوی وی ددی ټولو په قتل کی له امریکا سره پاکستان شریک ده خو خیر که افغانان یوځل سره یو شول نو ورځ به راشی چی پنجابیه پوښتنه به درنه هرو مرو کوو ځکه د ستا پالیسی، قانون او کړنلاره د انګریز ده نو چی د تا استخبارات د انګریزانو لخوا رهبری کیږی او نظامیانو کمک دی امریکا در کوی چی ژوندی مثال یی په اول د جنوری ۲۰۱۸ کی… نور لوستل »