د مذاکراتي پروسې د ځنډ په رابطه څو ناویلي حقایق…!!

لیکنه: نعمت میوند 2019- سپتمبر-۱۱

د رواني سپتمبر میاشتې پر۸مه نیټه، د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ په ناڅاپي توګه د یو ټویټ له لاري د کمپ ډیویډ له هغي غونډي پرده پورته کړه چې په اړه یې وارله مخه مالومات نه و رسنیز شوي، ترڅنګ یې له طالبانو سره د مذاکراتو روانه بریالۍ پروسه هم وځنډوله.

نوموړي دا کار په داسې غیرمترقبه شکل وکړ چې نه یې خپل مذاکراتي ټیم په اعتماد کې واخیست او نه یې هم د هغوی حیثیت ته وکتل، حال داچي له لوړپوړو سیاسي او نظامي کسانو څخه جوړ دا ټیم یې نژدې یو کال د مذاکراتو د بریا په برخه کې خورا ستر محنت کړی و، مختلفو هیوادو ته یې مکرر سفرونه کړي و، له ډیرو جهتو سره یې تفاهم کړی و، له طالبانو سره یې ډیر لاینحله موضوعات حل کړي، ترمپ نه د باندنیو چارو وزارت او نه یې هم د امریکا د نورو رسمي جهتونو نظر پوښتلی و. همدا لامل دی چې د مذاکراتو د ځنډ خبره تراوسه پورې د امریکا د هیڅ یوې رسمي ادارې لخوا نه ده ښوریدلی، بلکې یوازې د ټرمپ همدا ټویټ دی وبس، د بهرنیو چارو وزیر یې د ترمیم کوښښ وکړ خو اوبه تر ورخ تیرې وي او خپله ټرمپ هم لکه چا چي تېر ایستلی وي، وروستي حرکات او څرګندوني یې نارمل نه ښکاري او په تېر ایستونکو کې یې د ملي امنیت د سلاکار جان بولټن نوم هم راته چي پرون یې په هغه هم زړه یخ کړ او له کاره یې ګوښه کړ، کیدای شي ټرمپ ورته ویلي وي چي په ما خو دي په یوه څپیړه سل خپل او پردي مخونه خوږ کړل نو ته به هم نور د سپیني ماڼۍ په مجلل انګړ کي قدم رانه کښېنږدې.

په هرحال د لیکني په راتلونکو پراګرافونو کې به د ځینو ترلاسه شویو معلوماتو پر اساس د دې پیښې څو عمده لاملونه درسره شریک کړم:

لکه مخکې چې ورته اشاره وشوه، که څه هم د ټرمپ دا کار ناڅاپي بلل کیږي، خو د مذاکراتو له جریانه باخبره سرچینې وایي چې دا کار ناڅاپي نه، بلکې همدا تشویش وار لمخه لا موجود و، د امریکا د مذاکراتي ټیم څخه دا څرګنده شوي وه، چې هغوی د ټرمپ له مزاج او د مذاکراتو په وړاندي له پرتو ننګونو نه سخت په تشویش کې وو، چې همدا تشویش یې بالآخره په حقیقت بدل شو.
دا چې ولې د دې وېره موجوده وه، په اړه یې څو لاندې دلایل کیدای شي:

1- ډونالډ ټرمپ پخپل ټویټ کې د مذاکراتو د کینسل کیدو علت، په کابل کې د یوه امریکایې وژنه وبلله؛ چې ظاهراً دا دلیل معقول نه ښکاري، ځکه چې تر دې وړاندي هم امریکایان ډیر وژل شوي او په آینده کې به هم ښایي ووژل شي، نو د یوه امریکایې مرګ د دومره لوی جریان د دریدو لامل نشي کیدای، البته د اوبو خړولو کمزورې بهانه کېدای شي.

2- دا هم لیري نه ده چې امریکایي لوري فکر کړی وي چې د توافقنامې په لاسلیک سره به دکابل اداره و شړیږي چې بیا به یې هرڅه له لاسه وتلي وي، ځکه مذاکراتو ته نږدې سرچینې وایې چې د توافقنامې په لاسلیک سره به د بهرنیو ځواکونو رول بدلیده او فعالیت یې محدودیده ، او دا هم حقیقت دی چې د کابل حکومت د همدې بهرنیو ځواکونو د نظامی رول له برکته د ژوند سا اخلي.

3- د باخبره سرچینو د مالوماتو له مخې داسې ښکاري چې په توافقنامه کې ځای شوي مواد د ځینو کړیو خوښ نه وو، دغه ټکي د امریکا پر حکومت په کور دننه فشار زیات کړی و، د مذاکراتو مخالفینو او جنګ غوښتونکو جهتونو ورته ویل چې توافقنامه زموږ په ګټه نه ده، د کابل ادارې هم خپل معلومات او نظریات امریکایې چارواکو ته داسې وړاندې کول چې د مذاکراتو جریان تاواني او خطرناک وښيي، یا ښایي دغې ادارې امریکایانو ته دا کاذب امید ورکړی وي چې په زور جنګ ګټلی شو خو چی تاسی لیږ زور لا نور وکړی، نو ممکنه ده چې ټرمپ او ملګرو دې دا قدم په دې خاطر اوچت کړی وي چې همغه جنګ غوښتونکو او د مذاکراتو مخالفو ته څه وخت ورکړي او بیا ور ته ووایي چې دا ده له مذاکراتو پرته هم هیڅ نه ترلاسه کیږي، هغه مذاکرات لا ښه و.

4- مګر ترټولو قوې احتمال یې دا ګڼل کیږي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ طالبانو ته امریکا ته د ورتګ بلنه ورکړې وه، خو طالبانو لکه څنګه چې پخپله اعلامیه کې ویلي، د هغه بلنه یې د توافقنامې ترلاسلیک پوري په تعویق کې اچولې وه، دا ځکه چې افغاني دود داسې دی چې دښمن د دښمن کورته تر جوړي کولو مخکی نه ورځي، د طالبانو دغه دریځ ښایي، ټرمپ ډیر په غوصه کړی وي، ځکه امریکایي چارواکي تراوسه په نړۍ کې له داسې چا سره نه و مخ شوي، چې د امریکا دعوت دې رد یا وځنډوي، اصلاً امریکا له داسې غبرګون سره بیخي نا اشنا وه، نو ځکه یې په ځواب کې د بل عکس العمل پرځای د څه وخت لپاره مذاکرات وځنډول، ترڅو د دوی په فکر، طالبان په دې سره تنبیه او تر فشار لاندې راولي.

وروسته به څه کیږي؟

له شک پرته چې جګړه یو ستر ناورین دی، ترهرچا زیات متضرر او قرباني یې هم افغان ولس دی، له همدې ځایه وه چې ترمذاکراتو پورې د افغان ولس ډېرې هیلې تړلې وې، ترڅو یې کور له اشغال او جنګ جګړو خلاص او یوه سوله ایزه فضا رامنځ ته شي.
متاسفانه چې د ټرمپ دغه ناڅاپي او ناسنجیده کار زموږ هیوادوال ترډېره حده ناهیلي کړل، تر دې بدتره بیا دا چې د کابل ادارې چارواکو یې استقبال وکړ، سره له دې چې د طالبانو د اعلامیې په وینا، ( د توافقنامې تر لاسلیک او اعلان وروسته د رواني سپتمبر میاشتي ۲۳م نیټه د بین الافغاني مذاکراتو د ناستې لومړۍ ورځ ټاکلې شوې وه.) د دې باوجود، بیا هم د کابل ادارې له لوري د مذاکراتو لغوه کیدو ته د هغوی خوښي څرګندول؛ ثابتوي چې دغه جنګ غوښتونکي چارواکي هیڅکله په افغانستان کې د بهرني اشغال او جګړې پرختمولو خوښ نه دي.
په داسي حال کې چې په دنیا کې ښایی هیڅ باشعوره سړی بې موجبه تر امن جګړه غوره ونه بولي، هغه کار چې د کابل حکومت چارواکو وکړ دا نو د ولس په زخمونو د مالګې دوړولو مترادف عمل و.

په هر صورت د خبرو د بیا پيلیدو او د افغانستان غمیزه د خبرو له لارې پای ته رسولو باندې اوس نژدې ټوله نړۍ متفقه ده، حتی امریکا کې هم د ا نظر اکثریت دی او هم حاکم دی او دا هم یقیني ده چي امریکا خو هسي هم وزي خو د دې توافقنامی د لاسلیک په صورت کي بې هم د وتلو خوندي لاره پیدا کړې وای او هم به یې څه ناڅه حیثیت پکي خوندي شوی وای چي دا دواړه د جنګ له لاري نشي پیدا کولای. نو د تل لپاره د مذاکراتو دروازه بندول د هیڅ چا نه پخیر تمامیږي، او نه داسې څه شواهد شته چې دا ځنډ دې تلپاتی و اوسي.
څرنګه چې روانه جګړه افغانستان ته دروند زیان اړوي، همدارنګه یې امریکا هم له تاوانه خوندي نه ده، په دې تېرو اتلسو کالو کې چې امریکا څومره ځاني، مالي او د حیثیت د را لوېدو زیان، پرته له څه ملموسې لاس ته راوړنې ګاللی؛ عیان لره د بیان اړتیا نشته، او آینده کې هم د امریکا لپاره د همدې تاوان د زیاتیدو امکان ډېر او د کمیدو دا يې له نشت سره برابر دی او دا هم واضح ده چې په جنګ یې نشي ګټلای.
ځکه چې د طالبانو په اعلامیه کې واضح راغلي چې دوی به تر اخیري بریا پوري خپل روان جهاد جاري ساتي او په وینا یې پرخپلي بریا یي سل سلنه باور هم دی.

د طالبانو په وینا، د مذاکراتو متوقف کول به ترهرچا ډیر تاوان په خپله امریکا ته ورسوي، (اعتبار به یې زیانمن، د سولې ضد دریځ به یې نور هم نړۍ ته ښکاره، د سر او مال زیان به یې زیات او په سیاسي تعامل کې به یې کردار متزلزل معرفي کړي.)

دویمه خبره دا چې یوې کره سرچینې راته وویل چې د امریکایي پلاوي مشران اوس هم د طالبانو سره په مستقیم تماس کې دي، تر دې چې د سرچینې په وینا د ټرمپ تر اعلان څو شیبې وروسته د امریکایی پلاوي د مسئولینو له خوا طالبانو ته وویل شول چې تاسو حوصله وکړئ، له جدي عکس العمله ځان وساتئ چې خبره بیرته موږ راجوړوو، هغوی حتی دا هم ویلي و چې موږ امریکا ته په لاره یو او تر اوسه مو لا د ورستیو ناستو د جریان راپور هم له مشرتابه سره نه دی شریک کړی.
له دې نه ښکاري چې د مذاکراتو لړۍ بیرته پیلیدونکې ده، ښایي بیرته همغه توافقنامه په همغه شکل او یا له څه زیاتونو او کمونو سره بیرته د لاسلیک میز ته برابره شي، ترڅو اشغال پای ته ورسيږي، ورپسې بین الأفغاني تفاهم پیل شي، ځکه چې د افغانستان روان کړکیچ له دې پرته بل معقول حل نه لري.
زیاتره شنونکي په دې باور دي چي د مذاکراتو د ځنډیدو په ټس کي ممکن د امریکا د ملی امنیت دسلاکار جان بولټن په شان، هم په کابل او هم په امریکا کي ډیری جنګ غواړي سټي د قدرت له ګدۍ را پریوزي.

پای…….!
نعمت میوند
2019 سپتمبر 11

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
5 د تبصرو شمېر
9 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

ولی طالبان همدا اوس نغواړی چی بین الافغانی مزاکرات وکړی. خلکو ته دی خپل دریځ روښانه کړی، ولسونه دی دعوت کړی، قومی مشران، د مجاهدینو پخوانی ښه مشران او قوماندانان څه پروا لری چی هر څه له خلکو سره شریک شی. د قطر غونډی ته چی وګورو د پټو دروازو شاته یوه غونډه وه هیڅ څوک خبر نه وو چی څه روان دی. صرف یو څو کسو د افغان ولس په سر چڼی وهلی داسی خو هم نشی کیدای. لس پنځلس نفره طالبان چی هغوی هم ډیری یی د آی اس آی سره په ارتباط کی دی څنګه کولای شی… نور لوستل »

نعمت میوند
میلمه
نعمت میوند

اجمل صاحب طالبانو خو د افغانستان د سرنوشت باره کې نه بلکې تنها د اشغال د ختمولو پر سر امریکا سره خبری کولی هغه اشغال چې تاسو یې طالب ته منسوبوﺉ چې ستا له وجی امریکایانو حمله کړې. پاتی شوه له افغانانو سره خبری خو دا دی څو ځله بین الافغانی کانفراسونه د اشغال په شتون کې وشول خو نتیجه ځکه نه ورکوي چې د اشغالګرو له وجی هیڅوک اختیار نلری چې خپلواکې فیصلې وکړي. دا د لمر غوندی حقیقت دی. نو لومړی اشغال ختمول اړین دی له هغه وروسته خو طالبانو دا دی ښکاره اعلان کړی چې د راتلونکی… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

میوند صاحب ! ستاسی له ښه او کره معلومات څخه ډیره مننه کوو زه به هم څه ورسره زیات کړم او هغه دا چه: له اوله د ګوډ شیطان ( خلیلزادد ) هیلی او غوشتنی په څلورو اچنداوو تکیه لرله هغه دا وی : لمړی: د ټولو اشغالګرو وتل دوهم: د هغوی نه تعقیبولو د پاره تضمین دریم: اوربند څلورم: بین الافغانی ( د غلامی اداری ) سره خبری خو د طالبانو له خوا ورسره د اولنو دوه اجنډاوو په اړه تفاهم او بالاخره توافق وشو ګوډ شیطان به په غیر رسمی مجلسو کی دا خبره په تکرار کوله چه… نور لوستل »

نعمت میوند
میلمه
نعمت میوند

مجاهد صیب!
له شک پرته ستاسو خبری وزن داره دي د ټرمپ له وروستۍ لیونۍ پریکړې نه څرګندیږي چې هغوی له وړاندې لا د یو ابلیسی پلان په لټه کې وو
د معضلې حل یې نه غوښت طالبانو ته یې لومه کتله خو ټرمپ امریکا خپله پکې ونښلوله.
البته ښایی د خلیلزاد خپله هڅه دا وه چې همدا شوې توافقنامه په کامیابۍ سره ترسره شی دا د هغه لپاره لویه کامیابي وه.

پتنګ
میلمه
پتنګ

هو مجاهد صیب زه هم داسې خبر شوی یم الله پاک د طالبانو ورڼو ته موفقیت ورکړي اوزما دکلي خلک د نور هم له طالبانو سره ملګري کړي تر څو چې دا لعینه شیطانه امریکا له ملکه وباسي !!

مسافر
میلمه
مسافر

که نریاست او افغانان یاست نو لکه حکمتیار مستقیماله افغانانو سره مذاکره ته کښینی که نه هسی دغه اوتی بوتی بس کړی. ددی مقالی لیکوال هم شنی کونجاړی په خوب وینی.

پتنګ
میلمه
پتنګ

ریښتیا چې مسافر یې ! پښتني ، اخلاقي ، حقوقي او اسلامي ارزښتونه دې هیر کړي دي!
– حکمتیار ستړی شوی دی له دالرو سره یې موافقه وکړه !
-حکمتیار له اولس سره نه بلکې د امریکایانو د ګوډاګي دولت سره یې سوله وکړه چې په
لکونو افغانانو لعنت پرې وويل ، او س لکه زوړ سنډا پروت دی په دالرو شخوند وهي !!

جميل
میلمه
جميل

مسافره !
که غلامی او غاصب کفارو ته تسلميدل نرتوب وی بيا خو نو کرزی او بيشرفه غنی تر ګلببو ډير ښه نران او د ګلببو نران دی .

پتنګ
میلمه
پتنګ

حکمتار له اولس سره سوله نده کړې هغه له اجیر دولت سره سوله کړې !
دا سوله یانې څه ؟؟ دا سوله حکمتیار ته دالري معاش ورکوي هغه هم د اشغالګرو له خوا
او اشغالګر هم په افغانستان کې شتون لري دا پر دې مانا چې حکمتیار اغا اشغالګرو ته
تسلیم شه !

طوبی امارتی
میلمه
طوبی امارتی

مسافر صیب ته ولی سر نه خلاصوی زه چی یو سیاره په دی باندی پوهیږم چی زموږ ګران هیواد اشغال شوی دی په اصطلاح زموږ حکومت دومره واک هم نه لری د بی ادبی معاف د خپلو خالی ادرار د کولو اجازه هم نه لری تر ټولو ښه واضح مثال یی په قطر کی د اسلامی امارت مکوتی صفته طالبانو له افغان سیاسیونو سره ناسته درلوده نو طالبانو له دوی نه خواهش وکړ تاسو رښتیا هم د دولت خلک یاست او هم واک لری نو د ملکی تلفاتو مخنیوی وکړی دوی ومنله چی دا کار خو ډیر اسانه دی او… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

مسافر صاحب
ته لکه چې خپل ولينعمت اشرف الاغبياء ته د ډانډس وهلو لپاره بيا ځل دلته فعال يعنې خزنده شوی ياستی.

ايا تر اوسه اشرف غني ته د ارادتمندی ايثار مو افغاني ضمير تر پښو لاندې ايسار ساتلی؟

مجاهد
میلمه
مجاهد

مسافر صاحب !

دلته د نرولی څه سوال دی !!!!!!!!

کشکی ویلی دی وی [ که ښځی او غلامان یاست د غلام غنی سره د ګلبدین په شان مذاکراتو ته کینی ] تاسی ډانده یاست دا اشغال نه ګوری تر دی چه قضای مصونیت په اخستلو د غلامانو کورونو کی تر غلامانو اولیت لری مقاومت خو پریږده د شکایت حق هم نه لری.

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د طالبانو خواخوږی باید همدا اوس ددې پوښتنی د جواب موندلو په لټه کی سی چی: خلیل زاد پدې تور متهم دی چی د قطر د خبرو په بهیر کی ئې له طالبانو غوښتی دی چی دوه لوی معدنونه د هغه ( خلیل زاد)یهودی کورنۍ ته د سوغات پتوګه وسپاری. خوشی خبره نه وه چی خلیل زاد د داخلی رسنیو سره د مرکې په ترڅ کی وویل چی طالبان وطن پالونکی ! خلګ دی. بلی طالبان خو په رشتیا هم وطن پالونکی خلګ دی او ددې ادعا لوی سند دادی چی طالب هیڅکله د پنجابیانو او ابلیس د خوښۍ او… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

اهل تقيه سمه لار او هدايت بيا نه مومي.