سي ان ان: ټرمپ غواړي مايک پومپيو د بهرنيو چارو وزير سربېره د ملي امنيت سلاکار هم وټاکي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د امریکا «سي ان ان» تلويزوني شبکه وايي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ غواړي د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د جان بولټن پر ځای د ملي امنيت سلاکار هم وټاکي.

جان بولټن د تېر ۲۰۱۸ کال په مارچ مياشت کې د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار ټاکل شوی و، خو نوموړی له هېواده بهر د پوځي حضور پلوی و، همدارنګه د ایران او شمالي کوريا په اړه يې هم د تاوتريخوالي پلوي کوله، چې بالاخره د ولسمشر ټرمپ له لوري له دندې ګوښه کړی شو.

ټرمپ په خپل ټويټ کې ويلي و، ده جان بولټن خبر کړی، چې نور په سپينه ماڼۍ کې د ده خدمت ته اړتيا نشته او زياته کړې يې وه، «د بولټن له ډېرو نظرونو او وړانديزونو سره زه او زما د ادارې ډېر کار کوونکي مخالف يو.»

مايک پومپيو له طالبانو سره د سولې خبرو او له افغانستانه د امریکايي پوځيانو د وتلو پلوی دی.

د ټرمپ له لوري له طالبانو سره د سولې خبرو د لغوه کولو په سبا مايک پومپيو سي ان ان سره په خبرو کې وويل، چې امریکا لا هم له طالبانو سره خبرو ته لېوالتيا لري، خو په دې شرط، چې طالبان په مسوده کې په ځانګړو شرطونو عمل وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د