د الفتح بریدونو اوج او موج

حبیب مجاهد

په داسې حال کې چې د کابل رژیم پلویانو د ډونالډ ټرمپ په ټویټونو جشن نیولی او له طالبانو سره د مذاکراتو لغو کیدل ورته د کال تر ټولو ستره بریا ښکاري، بالمقابل طالبانو په عملي ډګر کې پراخ بریدونه پيل کړي چې درګرده سیمې نیسي او مخالف اړخ ته درانه زیانونه اړوي.

که یوازې په تیرو لسو ورځو کې د طالبانو مهم نظامي عملیات وشمیرو ویلی شو چې د سبتمبر لومړنۍ لس ورځې د طالبانو د الفتح عملیاتو تر ټولو بریالۍ د اوج او موج ورځې وې. د سبتمبر له پیل سره طالبانو په کندز، بغلان، تخار، مزار شریف، فاریاب، فراه  او پلازمینه کابل کې پراخ بریدونه پيل کړل. د سبتمبر په دوهمه طالبانو د کابل ښار کې د نهمې حوزې اړوند د بهرنیانو په میشت ځای ګرین ولیج باندې فدایي برید وکړ چې ورسره درنه جګړه ونښته،د حملې انځورونو وښودل چې برید د بهرنیانو میشت ځای ته پراخ زیان اړولی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې په بریدکې د ګرين ويليج ۱۶ کارکوونکي وژل شوي او ۱۱۹ نور ټپيان دي خو د طالبانو ویاند د دښمن مرګ ژوبله زیاته ګڼله.

د سبتمبر په دریمه طالبانو د بلخ زارع ولسوالي طالبانو ونیوله او د همدې میاشتې په پنځمه نیټه د کابل شش درک کې د رجال برجسته د ریاست له نظام قراول سره په خارجي ځواکونو فدایي حمله وشوه، ثبت شوې ویډیو وښودل چې د خارجیانو دوه موټر چې کله له عمومي سرک څخه د نظام قراول خواته چپ شول. ټونس موټر پسې چپ شو او بیا چې ورسره نږدې شو چاودنه یي پر وکړه. دې چاودنې هم حکومتي عسکرو او خارجیانو ته درانه تلفات ورسول. حکومت د دوولس تنه خارجي او داخلي کسانو وژل کیدل تائیدکړل.

د سبتمبر په شپږمه طالبانو د فراه په مرکز پراخ بریدونه پیل کړل. طالبان د فراه ښار ته ننوتل او د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ولیکل چې  د فراه ولایت دمرکز  د کلي زمان ، ریګي  اوباغ پل له طرفونو داسلامي امارت مجاهدینو دکابل ادارې پر عسکرو  پراخ وسلوال بریدونه ترسره کړي. دجلب اوجذب مهم مرکز ، یو شمېرپوستې اونور مراکز  یو په بل پسي فتح شوي او مجاهدین دښار  مابین ته رسیدلي دي  چې هلته یې په امنیه قومندانۍ او داستخباراتو پر ریاست  بریدونه جاري ساتلي.

د ښاغلي احمدي په وینا  د فراه په عملیاتو کې چې  دمازدیګر تر ۵ بجو پوري یې دوام وکړ  ددښمن ۲ عرادي رینجر موټر ګڼ شمېر موټرسایکلونه  اونور نظامي توکي اومهمات سوځول شوي  یو ثقیل ،۴ جلسې ټوپکونه ، ۴ کلاشینکوفونه ، ۳ توپنګچې ، ۵ موټرسایکلونه،  اوګڼ شمېر مرمۍ اونور مهمات دمجاهدینولاس ته ورغلي دي. د یادونې وړ ده چې په همدې ورځ طالبانو د فراه د اناردرې ولسوالي هم ونیوله.

په ورپسې څلورو ورځو کې په داسې حال کې چې د بغلان مرکز پلخمري لا هم د طالبانو تر محاصره لاندې او د کابل ــ مزار شریف لاره له دوو اونیو راهیسې د بغلان په کیله ګي سیمه کې طالبانو نیولې و بل اړخ ته طالبانو په کندز، بغلان او تخار کې د پام وړ پرمختګونه وکړل. په کندز کې یې خان اباد، دشت ارچي او قلعه زال ولسوالۍ یو په بل پسې ونیولې، په بغلان کې یې د ګذرګاه نور ولسوالي ونیوله او په تخار کې یې د خواجه غار، ینګي قلعه او درقد مراکز تر کنټرول لاندې راوستل.

د بریدونو او بریاوو دغه تسلسل ښيي چې طالبان د ټرمپ د ادعاء خلاف نه تنها دا چې ځپل شوي نه دي، بلکې تر پخوا زیات په غورځنګ راغلي او درګرده ولسوالۍ او ستراتيژیکي سیمې د کابل رژیم له کنټروله باسي. بالمقابل د کابل حکومت په تیرو ورځو کې د تل په شان یوازې تبلیغاتو ته کار ویلی او یا هم په ټاکنیزو منډو ترړو مصروف دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
7 د تبصرو شمېر
5 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

الحمدلله هری لوری فتحی دی
يو کال د جشن پر مراسمو يو څو محدودو طالبانو بريد وکړ ، کرزی سره د ټولو، د ډول او سرناوو سره هری لوری ځغستل ، وروسته کرزی په ټلويزون کی وويل چی خيروخيريت دی ، استاد ياسر(رح) په يو کليپ کی وايی چی : کرزيه هرکله همداسی په خيروخيريت کی واوسی چی ټوله په ځغاستو ياست .
ټرمپ هم وويل چی پدی لسو ورځو کی مو طالبان بيحده وځپل ، پدی لسو ورځو کی سربيره پر نورو فتحو اووه ولسوالی طالبانو فتح کړی ، د دی مبارک او سپيڅلی لښکر مخه نيول ناشونی ښکاری .

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

جمیل خانه ما ته خو افغان او مسلمان نه ښکارې ځکه د امریکې په وړاندی د انګرېز جګړه او د انګرېز لاسته راوړنو ته فتح وائې حال دا چی فتح یوه مقدسه کلمه ده.

غوربندي
میلمه
غوربندي

د ټرمپ ټويټ تا د محسني چرګوړي ته هم مستي بښلې ده که څنګه

جميل
میلمه
جميل

غلام حضرت ته غلامه ! ستابه هير وی چی انګريزان په هلمند کی د امريکايانو سره د امريکی تر قوماندی لاندی يوځای اوسيدل ، څومره انګريزان طالبانو مردار کړل او جهنم ته يی وليږل ، هير به دی نه وی چی يو واری ۲۷ فدايانو د ۳۵ زرکسيزو پر کمپ حمله وکړه چی ډيری يی انګريزان او امريکايان وه ډير ځانی او مالی تاوان يی ورورساوه ، خو پرنس هاری پلاس ورنغی ، عجيبه ده چی ته په څه دليل دا تور لګوی چی ګوندی انګلستان د امريکی سره په جنګ کی دی ، داچی ته په کومه نشه اخته… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

یو بل ته کافران وایی آفرین. دوه کسه پښتانه چی نه جوړیږی نو دا وطن به څنګه جوړ شی؟ لعنت دی په امیریکی هم شی او په انګریزانو هم. اوس ټول ملت پوهیږی چی څه روان دی حکومت دی هم غلام دی او طالبان هم. دا جنګ د پاکستان او د امریکی تر منڅ دی. طالبان اوس ټوله نړی پیژدلی چی د پاکستان نیابتی جنګ پر مخ وړي. کچیری دوی استقلالیت درلوردلای، بیایی ولی مستقیمآ له حکومت سره خبری نکولې؟ چی سل واری ولسوالی ونیسی کومه ګټه نرسوی او دا جنګ به همداسی روان وی نتیجه به یی د افغانان… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

اجمل وروره دا جمیل د منطق سری نه دی بس یوازی شکنزل یی منطق او اخلاق دی. د جمیل، مجاهد، پتنگ او یو سو نور ما ویلی چا یا انگریزان دی یا پنجابیان دی او یا هم سر ناخلاصه افغانان. نن تکی اسیا اداره همیش ددوی شکنزل خپروی چی د ژورنالیزم د اصولو خلاف عمل دی. باور وکه جمیله چی دا د تیری هفتی زر نفره طالبان چی وژل سوی خوا می په بده ده زکه یا دوی پر حق یا حکومت پر حق یو خو به ملامت وی افسوس چی دواره مسلمانان او افغانان دی. هغه د ملا رسول… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

د اجمل، عبدالله ، پشتین او داسی نور ټول د یوه ځدران نومونه [چه هالیند امستردام اروبا کی هستوګنه لری کوم ځای کی چه ناروا روا او روا ناروا دی، وخت ناوخت وایی د څټو له کنډوه تاسی سره خبری کوم] او یا ټول د دجال پلویان دی. مونږ ناهیلی نه یو دوی ددجال ډالرو او مقامو تیرویستلی، الله ج فرمایی چه دوی د حق له ویلو ( ړانده، کاڼه او ګونګیان دی ) دوی د اشغلګرو کفارو بی شمیره نظامی مهمات او نظامی بیسونه نه ګوری ؟ دوی د اشغلګرو له نظامو تړونو خبر نه دی چه قضایی مصونیت… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه په خیر، فعلا زه د طالیبانو تر کنترول لاندی ساحه کی اوسیږم.طالیبانو دلته مرکزونه وه،ازاد ګرځیدل . کله چه ټرمپ د سوله نه منلو ټویټ وکړنو طالیبان سره ټول شول د نیم ساعت روسته ټول طالیبان له اطاقونه څخه راووتل .یوه دایره شکل سره ودریدل .لاسونه یی جګ کړل او په زوره یی وپړکول او دا سندره یی شروع کړه چه، سپینی خیمی په پاکستان ولاړی دینه……… بیا نه درځمه……..وړانګ شی کابله………بیا نه درځمه ټرمپه و د کړل لیونی ټیویټونه .. بیا نه درځمه……. وړانګ شی کابله…….. بیا نه درځمه د سندری سره یی اتڼونه وکړل.کله چه اټڼ… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

غلام حضرت ، اجمل او عبدالله ته ! ستاسو درو سره می مخکی هم د تبصرو د لاری رابطه سوی ، تر دی مو بد راته ويلی وه ، خو د هر يوه په جواب کی می صبر وکړ او د بدو په بدل کی می ښی او نيکی خبری درته وکړی ، رشتيا وواياست تاسو هر يوه جلا جلا د پښيمانی اظهار او زما څخه خوښی ونکړه .؟ په همدی پاڼه کی ثبت دی ، يعنی تاسی حق منلای سی ، پر حق ځان ټينګ کړی . داچی زه ظالمو اشغالګرو او د دوی مفسدو غلامانو ته ښراوی کوم… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

جمیل! د عام ولس مرگ او شهیدول یو ستر جنایت او قتل دی که یی طالب کوی یا حکومت خو جمیله ته د کابل په یو هوتل کی د عامو خلگو شهیدول بیله کوم شرعی دلیله جهاد یادوی، ایا هغه ماشومان چی هلته شهید شول د هغو مرگ روا وو؟؟؟ په عام مسجد کی د یو نفر لپاره چی شل نوربیگناه لمونز کوونکی په فرض روژه وی شهیدوی دا جهاد یادوی په کوم شرعی دلیل؟؟؟؟ حتی په کوم دین؟؟؟ ته د لندن د بلیر د پارک خخه تحلیل کوی خو زه په افغانستان کی اوسم هم ددولت هم د طالب… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

مسلمانو افغانانو ورونو !!!!!!۱

تاسی د غمی پشتین ( غلام ) لاندی تبصره ولولی نو تاسی ته به د غمی پشتین د غلامی اصلی بټه ولګیږی چه فاحشه خانه کی زیږیدلی ترمپ تویت ته چه د مجاهدینو به ضد او د افغان وژنی د پاره یی لیکلی څومره لیوالتیا او خوشالتیا څرګندوی تاسی ترمپ ( دجال ) ته د غلامانو د بندګی کچه د غمی پشتین له همدی لاندی تبصری څخه اټکل کړی

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه، مجاهد عرف استاد بیانزی ته. ماته قاتل که ټرمپ دی،که طالیب دی او که دولت یو شی دی،قاتل قاتل دی هیڅ فرق یی منځ کی نشته، طالیب او امریکه هدف هم یو دی ،افغان وژنه. طالیب او امریکه دواړه یو ځای سره کینی .د قتل کولو لپاره مشوری سره کوی بیګاه هم طالیب او امریکا یو ځای غونډه درلوده او امریکا دا سندره ورته وییله. راوړوه څڼی راوړی می ټیوټونه………………راوړوه څڼی راوړی می ټیوټونه دی …………………و دستا لپاره می جوړ کړی پلانونه دی……………………. ……………….راواړوه څڼی راوړی می ټیوټونه دی……………………… افغان ولس له امریکا،طالیب ،دولت،پنجاب،ایران.روسیه ،کافر ته ورتیښتیدلی مسلمان… نور لوستل »