غزل؛ شفاعت ريحان

شفاعت ريحان

کړم خاورې د قدم به یې رانجه د دواړو سترګو
اېږدم به یې ترپښو لاندې باڼه د دواړو سترګو

او څنګه به دې هېر کړمه کاته د دواړو سترګو
قربان دې سمه ورکه یاره زه د دواړو سترګو

یو څوک په دومره ډېرو ژړاګانو کې را نغاړم
آخر مې پسې وچي شي اوبه د دواړو سترګو

که غواړې چې کیسه د بېلتون واورې راته غوږ شه
له اوښکو سره تلل به مې خواږه د دواړو سترګو

يو وخت وو چې زړګی به مې د ګل په څېر تازه وو
چې څاڅکې د شبنم پرې اورېده د دواړو سترګو

باران وو؟ که ژړل دې؟ او که واوره اورېدله؟
دا ولې باڼوګان دې دي لانده د دواړو سترګو

جانان دي شفاعته! شهادت ته غېږه ورکړه
تر څو به یې لا تږی د هغه د دواړو سترګو

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د