امریکا د افغانستان په جګړه کې تر دې دمه ۹۷۰ میلیارده ډالر مصرف کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د امریکا د یوه پوهنتون تازه څېړنه ښيي چې امریکا د افغانستان په جګړه کې تر دې دمه ۹۷۵ میلیارده ډالر مصرف کړي دي.

د دغه څېړنې پر اساس امریکا په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲ کلونو کې نسبتا کم مصرف کړی خو وروسته د جګړې د شدت سره هر کال دغه مصارف زیات شوي دي او تر ټولو زیات يې په ۲۰۱۱ز کال شوي دي.

په ۲۰۱۱ز کال کې امریکا د افغانستان په جګړه کې ۱۰۷ میلیارده ډالر مصرف کړی دی چې د ځواکونو د وتلو سره دغه مصارف بېرته په تدریجي ډول سره ښکته شول.

په ۲۰۱۸ز کال کې بیا امریکا ۵۲ میلیارده ډالر مصرف کړي دي.

دا په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونه ادعا کوي چې دوی په عملیاتو کې خپله مستقیم اشتراک نه کوي بلکې د افغان ځواکونو مرسته کوي.

ریپورت زیاته کړې چې امریکا په ۲۰۱۸ز کال کې تر نورو هر کلونو په پرتله پر افغانانو ډیر بمبار کړی دی.

د امریکا د مرکزي کمانډ معلومات ښيي چې امریکايي جنګي الوتکو په ۲۰۱۸ز کال کې ۷۳۰۰ بمونو پر افغانستان غورځولي چې په ۲۰۱۷ز کال کې دغه شمېر ۴۳۶۱ و او په ۲۰۱۵ز کال ۹۴۷ و.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

د ډالرو د چاپ ماشین ورسره ده د هغوی څه ځه وایه زمونږه په حال چی هر ورځ افغانان وژل کیږی له دواړو طرفه. دا جنګ د هغوی په ګټه دی نه په تاوان. هغوی خپلی اسلحی آزمایی، هغوی زمونږه طبیعی منابع لوټه وی، هغوی خپلی وسلی دلته پلوری او کار و بار یی کوی. خو مونږه حاضر نه یو چی یو بل سره ومنو. زه تاسره خبری کول نغواړم او ته ماسره. هغوی ملامت ندی، ملامت مونږه یوو چی ځانونه مو خرڅ کړی. مونږ سره نه د دین پروا شته او نه هم د وطن. په لس ګونو تنظیمونه… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

اجمل صاحب ! نن خو دی خبرو کی څه وزن شتون لری په شی اړخ له خوبه ویښ شوی که څرنګه، زمونږ ویشل هم د نړیوال استعمار د پلانو یوه برخه ده ، مونږ ته تر ټولو د مخه د اشغالګرو د وتلو اړه ده دننه به خپلو منځو کی هله جوړیږو چه اشغال لمړی ختم شی

اجمل
میلمه
اجمل

مجاهد صیب سلامونه: نور بس ده ډیر مو تاسو وځورولی، په والله قسم کله کله می له سترګو بی اختیاره اوښکی راشی ولی څه لپاره زمونږ خلک وژل کیږی که طالب دی او که عسکر دواړه د همدی خاورې بچیان دی. دنیاوال ګوره ژوند کوی او مونږه یو بل سره وژنو. زه نور کوشش کوم چی څوک را نه خپه نشی. الله د ماته هدایت وکړی. غور نیکه می لوی مولوی وه، نیکه می په جنت البقیه کی دفن دی لوی عالم وه، پلار می عالم وه زه ولی د ملایان بد وایم ولی؟ هغه د موسسی انجنییر چی طالبان… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

د امریکا سیاسی او اقتصادی واک د دنیا د مغرور ترینو، ظالمو او عیاشو مافیایی افرادو په لاس کی دی زکه نو په طول د تاریخ کی دهیچا دایمی دوست نه دی پاته شوی او همیش یی دخپل غرور او اقتصادی قوت له وجی پر دیرو ملتونو خپل وحشی راج چلولی. دا به کوم عقل ومنی چی دغسی تاریخی وحشی زیناور دی د ۷۰۰۰ میله لیری فاصلی خخه راسی او زموژ هیواد دی جور کری په داسی حال کی چی نه مو په دین دی، نه مو په نژاد دی نه مو په قاره کی دی او نه مو همسایه… نور لوستل »