احمد شاه مسعود څرنګه او د چا لخوا و وژل شو؟!

عبد الرحیم (ثاقب) لیکوال اوسیاسي شنونکی

د ۱۹۹۹م کال په اګست کې د طالبانو د مشر پر هستوګنځي برید وشو چې د هغه د دوو وروڼو ، ملا عبدالخالق او ملا عبدالسلام په شمول ګڼ شمیر نور طالبان هم ورکې مړه او ژوبل شول.

دا برید په داسې مهال کې تر سره شو چې د طالبانو او د احمد شاه مسعود په مشرۍ د هغوی د مخالفینو(شمالې ټلوالې) ترمنځ د کابل او هیواد په شمال کې خونړۍ جګړې روانې وې، خو د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې د یاد برید په طراحي کې د داخلي مخالفینو په ځای بهرنۍ کړۍ ښکیلې وي.

د احمد شاه مسعود د وژلو اصلي پلانوونکی هم بهرنی لوری و ، په طالبانو کې حتی د رهبري په کچه داسې څوک هم و چې د نوموړي د وژلو پلوي نه و.

د احمد شاه مسعود د وژلو مکررې هڅې:

د احمد شاه مسعود د وژلو د هڅو لومړنی پیل د ابوعلي المالکي په نوم یوه الجزائري عرب له لوري چې د پخواني جهاد په مهال د ډاکټر عبدالله عزام په مشرۍ د مکتب الخدمات لخوا د کابل په شمال د شکر درې ولسوالۍ جهادي مسؤل او د جمعیت اسلامي له سیمه ییز قومندان انور ډنګر سره یې خاصې اړیکې لرلې، پیل شوې.

دا پلان د ابوعلي لخوا د سیمه ییزو هغو ټیټ پوړو قومندانانو په وسیله پرمخ وړل کیده کوم چې د کابل شمالي سیمو ته د طالبانو په رسیدو سره طالبانو ته اوښتي خو خپل تنظیمي تمایلات یې خوندي ساتلي وو.

که څه هم چې پر یاد پلان ډیر کار او لګښت شوی و ، خو د طالبانو د دفاع وزارت مشرتابه ته یې د خبر تر رسیدو ، په هغه کې د طالبانو د نه دلچسپي له وجې غیر عملي پاتې شو.

تر دې وروسته د احمد شاه مسعود و وژلو بله هڅه د احمد ګل پیلوت چې دا مهال یې د کابل د هوايي مدافعې په برخه کې کار کاوه تر لاس لاندې ونیول شوه.

احمد ګل پیلوټ د الحاج محمدګل تره خیل زوی په کال ۲۰۱۱ د اپریل په ۲۸ د کابل په هوايي ډګر کې پر بهرنیو ځواکونو تر برید وروسته ووژل شو.

په دې برید کې چې بهرنیو ځواکونو یې لامل لفظي شخړه وباله د احمد ګل پیلوټ لخوا ۸ بهرني پوځیان او یوتن د هغوی بهرنی قرار دادي ووژل شول.

د احمد ګل پیلوټ په پلان کې هم طالبان په رأس کې نه و دخیل او د پلان د طراحانو اتکاء د احمدشا مسعود په یوه نیږدي تنظیمي مؤتلف باندې وه چې د هغه له لارې به احمد ګل پیلوټ احمد شاه مسعود ته ځان رساوه.

دریمه هڅه د عزیزالله په نوم د یوه بل شخص لخوا وه چې نوموړي د قومندان حاجي شیرعلم ( ابراهیمي) په وسیله دوه ځلې پنجشیر ته هم ځان رسولی او خپله له مسعود سره يي ملاقات شوی و.

له استاد سیاف سره د حاجي شیرعلم د نیږدي والي او باوریتوب له امله د طالبانو استخباراتي چارواکو هم د نوموړي په وسیله دوه ځلې د کابل په شمال جبل السراج کې له استاد سیاف سره کتلي او ورسره خبرې کړې وې.

که څه هم چې ښاغلي استاد سیاف د احمد شاه مسعود د (۱۷) تلین په مراسمو کې وویل چې د طالبانو د استخباراتو مرستیال ملا عبدالحق (وثیق) په۱۳۸۰هجري لمریز / ۲۰۰۱م کې له نوموړي سره کتلي او ده ورته هغه مهال له مجاهدینو (شمالي ټلوالې) سره د سولې یوه طرحه هم وړاندې کړې وه.

خو واقعیت دا وه چې له استاد سره د استخباراتو مرستیال ملا عبدالحق (وثیق) نه ؛ بلکې د استخباراتو د دوم ریاست مسؤل فضل الرحمن (مصداق) لیدلي و څوک چی همدا تيره اوونۍ د غزني ولایت د ګیرو والسوالۍ د دیسي په کلي کي د بهرنیو او کورنیو ځواکونو په ګډه چاپه کي ووژل شو .

د مصداق په خبره چې استاد سیاف راته دواړه ځلې د مسعود له نشنلیستي توب ( قوم پالنې) څخه ګیله وکړه.

د مسعود وژلو څلورمه هڅه.

کله چې د افغانانو په وسیله د مسعود وژنې دری هڅې یو په بل پسې ناکامې شوې څلورم ځل مسعود وژونکی جهت خپله لاس په کار شو.

هغوی داځل داسې طرحه جوړه کړه چې د عملې کیدو تر وخت پوري یې افغانان (طالبان) څه ، چې هغوی ته نیږدي عربان هم له ماجری څخه ناخبره وو.

خو په دې طرحه کې یواځینی شخص چې د هغه له لارې د طرحې پلی کیدل شوني شول هغه استاد سیاف و چې د هغه د یوه نیږدي دوست ابوهاني له لارې ورسره رابطه وشوه او دوه تنه چې د ژورنالیستانو په بڼه یې ځان جوړ کړی و د همکاري په غرض ورته معرفي شول.

که څه هم چې استاد سیاف دا خبره تکرارا کړې چې یاد کسان چې غالبا دالمغرب هيواد اوسيدونکي وو کله چې ماته راغلل او ما ورسره خبرې وکړې زه پري شکي او مسعود ته مي وویل چې زه پر هغوی باور نه لرم ، مګر واقعیت دادی چې د کابل شمال د شمالي ټلوالې تر حاکمیت لاندې سیمو ته د استاد سیاف له تعارف پرته د مسعود د قاتلینو رسیدل ناشوني و.

د احمد شاه مسعود د وژنې پیښه

بالآخره د ۱۳۸۰ هجري لمریز کال د وږي د میاشتې په ۱۸مه د یکشنبې په ماسپښین د تخار ولایت په خواجه بهاءالدین ولسوالۍ کې هماغه د استاد سیاف په معرفت ورلیږل شویو دوو تنو ژورنالیست ډوله عربانو سره د مرکې په مهال احمد شاه مسعود ووژل شو.

سره له دې چې هغه مهال په پوځي لحاظ د احمد شاه مسعود وژنه د طالبانو لپاره لویه بریا ګڼل کیده، خو طالبانو له هغه وخته تر اوسه پوري د مسعود وژنې په اړه هیڅ ډول غبرګون نه دی لرلی.

پایله:

په افغانستان کې د جګړې تاریخ ته په کتو سره له شروع څخه په دې جګړه کې تر افغاني لوریو د بهرنیو هغو رول ډیر زیات دی.
د بیلګې په توګه د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د ثور کمونیستي کودتا چې په افغانستان کې د فاجعو مور ګڼل کیږي، اصلي محرک یې هغه کمونیستي مفکوره ده چې افغانستان ته له بهره را وارده شوې وه.

همدا راز پر افغانستان د امریکا د برید اصلي لامل هر چاته ښکاره دی چې په افغانانو پوري هیڅ تړاو نه لري.

اوس چې د افغانانو په خاوره کې د بهرنیو مداخلاتو له وجې جګړه څلورمې لسیږې ته ننوتې په جګړه کې ښکیل کړل شوې افغانان باید له تیرو نا خوالو څخه په درس اخیستو سره د هغې د پراخولو او غزولو په ځای د هغې پر محدود ولو او ختمولو غور وکړي.

په دې کې شک نشته چې په دې جګړه کې اصلي عامل بهرنی لوری او د هغوی مداخله ده، مګر د بهرنیانو د مداخلې د تنفیذ وسائل بیاهم خپله افغانان دي چې د ثور له کودتا نیولې تر اوسه پوري د خپل هیواد او ولس په خلاف کارول کیږي.

د ثور له کودتا نیولې تر اوسه پوري چې د بهرنیانو د مداخلې په مرسته هیڅ لوری پربل بریالی نشو له دې وروسته هم نشي بریالی کیدای ، نو غوره ده چې افغانان نور د بهرنیانو د مداخلاتو په مټ پیل کړل شوې جګړه په خپل منځي تفاهم او وحدت سره ختمه او خپل ولس او هیواد نور د هغې له شره وژغوري.

پای.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ په خیر، ثاقب صاحب ته، بهترین معلومات د لیکلی دی،یو مهم معلومات زه هم د ستاسو محترم د لیکنی لاندینی برخه کی د تبصره په ډول اضافه کول غواړم،هغه دا چه، فرانسوی جاسوس ریچارد برنس چه فعلا تقاعد شوی لیکلی دی چه ، احمدشاه مسعود ترور د القاعده ،طالیبانو ،او د پاکستان ایی ایس ایی په هماهنګی سره تر سره شو هغه داسی چه، مسعود قتل القاعده په غاړه واخیست ،خو په دی شرط چه القاعده بریدونو که په امریکا او که په روسیه وی طالیبان هیڅ نه وایی.یعنی القاعده ته د مسعود وژلو په بدل کی هر قسم… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ثاقف صاحب محترم! پسله سلام او ادب. ستاسی د لیکنی د محتویاتو په هکله نظر نلرم خو د لیکنی وروستۍ دوې کرښی مو کاملاً پر انسانی او اسلامی او افغانی ارزښتونو بناء څرګندونی دی. هیله ده چی طالب د بل د خُم د میو د نشې څخه بیدار او ددې ویرانوونکی اعتیاد څخه لاس واخلی، که پاکستانی طالب دی خپل کور ته دی دی تشریف یوسی او افغانی طالب طالب دی د وطن د مور غېږی ته دی را وګرځی او نور دی د کلمې او ادې وړونه او خویندی نه وژنی او خپل د دارینو مسئولیت دی نور نه… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

د يوې هڅې شاهد زه يم د غوربند درې يو تن ځايي قوماندان چې نوم يې اوس رانه هېر دی، او د جمعيت اړوند مسعود ته نږدې او باوري کس وو،، په پېښور کې له څه مودې ناستې ولاړې او مجلسونو وروسته حاضر شو افغانستان د مسعود له شره وژغوري،، د يادونې وړ ده چې ياد شخص د هيڅ بهرنی کړی يا جهت تر تاثير لاندې نه وو بلکه د افغانستان کورنيو جګړو او د جهاد د ثمرې اتلاف دومره ځورولی وو چې غوښتل يې د شر او فساد دا جرړه له منځه يوسي. ددې قوماندان له ډېر اصرار وروسته… نور لوستل »