طالبان: ټرمپ دې له هوش څخه کار واخلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر له طالبانو سره د سولې مذاکرات لغوه کړل او ګواښ یې وکړ، په دې ډله به نظامي فشار زیاتوي؛ طالبانو یې په غبرګون کې ویلي، ټرمپ دې له هوش څخه کار واخلي او له خپلو مشاورینو دې وپوښتي، چې له کوم ډول ملت سره په جګړه کې مخ دی.

دغه څرګندونې د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په خپل ټویټر لیکلي، نوموړي ویلي «ټرمپ باید له هوشه کار واخلي، دی لا هم نه دی پوه چې له څه ډول ملت سره په جګړه ده، مشاورین یې باید پوه کړي او دامپراطوریو هدیره افغانستان ورته معرفي کړي. په اتلسو کالوکې امریکا هر ډول وحشت تجربه کړ، زموږ مقاومت نورهم پیاوړی شو، خو امریکايي جنرالان اوجنګي ستراتيژۍ پرلپسې ناکامه شوې.»

طالبان وروسته له هغه ټرمپ ته د هوش توصیه کوي، چې نوموړي تېره ورځ د سپتمبر د ۱۱ مې په مناسبت په یوه ناسته کې د خبرو په مهال وویل، طالبان به تر بل هر وخت زیات تر نظامي فشار لاندې ونیسي او هر هغه ځای به یې وڅاري، چېرې چې هغوی شتون لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
7 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

تاسی د ډم ټپ او سپیڅلو طالب مجاهدینو ادبیاتو ته وګوری چه ترمپ د غره د لویانو او تر اخری کچی معتادانو او چرسیانو په شان ادبیات کارولی ، پیاوړی خلک خپل زور په خبرو کی نه په عملی بڼه کی شکاره کوی عمل کی د طالبانو په شان میړنی او خبرو کی د طالبانو په شان ( توضع ) لری یعنی ترمپ د انسانی اخلاقو شودلو په دګر کی هم د اخری کچی ذلت سره مخ شوی او مخ به شی

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

د دې احمق نه سر د سړي دی، نه يې د سر وېښتان،هوښ خو د سړو په سر کي وي، تاسي د دې بوده څخه څنګه د هوښ غوښتنه کوئ؟
يوه امريکايي د امريکايانو د ګوسفندي توب په باب يو کتاب ليکلی دی او نوم يې پر ايښی دی « دپسونو ملت » . رښتيا هم امريکايان پسونه دي، که نه د دغه خره لېوني د احمقانه کارونو په هکله به يې ږغ پورته کړی وای.

جميل
میلمه
جميل

د محترم مجاهد صاحب او د محترم همت صاحب په پوره تائيد سره څرنګه چی خلګ وی همهغه رنګه يی حاکمان وی ، د دی دواړو توپير په دواړو کی له ورايه ښکاری ، يو هغه دله د دله لمسی چی وشاته يی ماينه د کاناډا د مشر سره خوله په خوله وی ، او بلی لوری ته دا د حيا دنګ منارونه ، هغی خواته هغه جاهله درواغجن چی هيڅ خبره يی د منلو نه وی ، خو دی خواته هغه د علم او د صداقت نمونی ، د هغو تکيه پر شيطان او دنيا ده خو د د… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

جمیل ته: یاره ته خو بس نور هم جنګ توده وې. ته به شاید چیری په آرام او امن ځی کی ژوند کوی خو ولس دی پری تباه کړ. یوه د سولی، د اورور ګلوی او افغانیت خبره می تر اوسه له تانه نده اوریدلی فقط رد او بد وایی. ټول پدی خفه دی چی ولی د سولی پروګرام خراب سو او چا خراب کړ خو جنګ یی د حل لاره نده باید داسی کار وشی چی دا د سولی خبری بیرته له سره شروع شی.

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

رشتیا هم که امریکائیان پسونه نه وای نو د انګرېز سره به ئې د ټانټو چیچلو چل زده وای او نن به موږ دومره نه وای ځپلی سوی.

هدی
میلمه
هدی

د ټرمپ کیسه هم د هغي ګیدړي په شان ده چي وايي: یوه ورځ په یوې حادثې کي د یوې ګيدړي لکۍ پرې سوه. نورو ګیدړو پوښتنه ځني وکړه: لکۍ دي څه سوه ؟ څنګه چي ګیدړي تل له مکر او فریب څخه کار اخلي، ورته ویې ویل : ما خپله پرې کړه. نورو ورته وویل ولي، دا خو ډېره بده معلومیږې ؟ ګیدړي ورته وویل : نه ، نه اوس بیخي ښه آزاد احساس لرم، ډېره هوسا یم، کله چي پر لاري ځم داسي فکر کوم لکه په هوا کي چي پرواز کوم. یو بل ګیدړ چي ډېر ساده… نور لوستل »

گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

که پاکستان همدی امریکا ته آډه نه وای ورکړی نن به زموږ ولس دومره د کافر په ټاپه او د طالب په ټاپه نه وژل کیده مګر باید ووایم چی دا د انګریزانو پلان وو چی امریکا سره په راتګ کی د پاکستان په لاس مرسته وکړه او نن نړیواله ټولنه او نړیواله امنیت شورا د پاکستان او امریکا په اړه ښه پوهیږی چی ددی ولس اصلی قاتلین امریکا او پاکستان ده نو دوی (ملګری ملتونه) د ډالرو د بندیدو له ډاره، روی ته روی نشی ویلی. خو یوه خبره باید وکړم چی ترڅو اسرایل دوم (پاکستان) د هند په… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

اجمل ته اجمله ! افغانانو پر امريکی تيری ندی کړی چی تاسی خوابدی سی چی زه ولی پر امريکی نور تيری غواړم ، خو امريکی زمونږ پر ګران هيواد تيری کړيدی چی بايد دفع سی . که ستاسو پر کور وحشی بهرنی جنايتکاره غله در ن نوزی هرڅه درنه واخلی ، نارينه مو در ووژنی او د ښځو مو بيعزتی وکړی ، د زړه راته وواياست چی آيا تاسو به د سولی لمن ورته نيسی او که انتقام به ځنی اخلی ، افغاستان هم زمونږ کور دی او اوسيدونکی يی زمونږ وروڼه او خويندی دی . که ټوله افغانان خدای… نور لوستل »