روسیه: له امریکا سره بیا ځلې مذاکراتو د طالبانو تیاری ستایو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د روسیې هیواد د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له لوري د مذاکراتو تر لغوه کولو وروسته  له یاد هیواد سره بیا ځلې مذاکراتو ته د طالبانو تیاری ستایلی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې «ماریا زاخورووا» نن د یوې ناستې په مهال وویل « روسیه مذاکراتو ته د طالبانو تیاری ستایي، د مذاکراتو په تړاو د هغوی له لوري د خپرې شوې اعلامیې ملاتړ کوي او باور لري چې د افغانستان کړکېچ یوازې له سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو حل کېدای شي».

ماریا زیاته کړه « موږ له داوړو لورو غواړو، چې یوه توافق ته د رسېدلو په موخه مذاکرات بیا ځلې پیل کړي او په دې هدف چې افغانستان له یوې پایدارې سولې برخمن شي، د بهرنیو عسکرو بشپړ وتل باید د یادو مذاکراتو یو شرط وي».

روسیه وروسته له هغه د مذاکراتو د بیا پیل په برخه کې د طالبانو د دریځ ننګه کوي، چې طالبانو د یوې اعلامیې له لارې د مذاکراتو د لغوه کولو په برخه کې د ټرمپ پرېکړه غیر منطقي وبلله او یاده يې کړه، چې په دې برخه کې به تر ټولو زیات زیان بیا هم امریکا ته رسېږي.

یاده دي وي، چې روسیه، چین او المان هغه هیوادونه دي چې په رسمي ډول یې د طالبانو او امریکا د مذاکراتو د بیا ځلې پیل غوښتنه کړې.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

لمړی: که امریکایانو د روغی جوړی په موسم کی شپنیزو دهشتګردی ، ړندو بمباریو او داسی نورو وحشتو کی کمی راوستی وو حق یی درلود ورته غوشتنه او هیله یی له طالبانو هم کړی وی او یا لرلی وی . برخلاف د روغی جوړی د پیلیدو سره سم اشغالګرو د غلامی اداری سره په ګډه خپل وحشت څو ځلی زیات کړو، طالبان یی غج اخستنی او ورته غبرګون ته مجبور کړل دوهم: دا باید د دواړو خواوو او به ځانګړی ډول د امریکایانو له خوا عمده اجنډا وړاندیز شوی او اعلان شوی وی د دواړو خواو له خوا که د… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

مجاهد ته: اول خو دی نوم بدل کړه، دوهم نظر دی بالکل غلط دی. حکمتیار له خپلو خلکو سره سوله وکړه، انتحاری نده کړې. ټوله دنیا پوهیږی چی د قطر غونډه چا ګډه وډه کړه دا خوسی بګواس بس کړه. قر په ټر مه پټه وه. له یوی خوا مو د سولی خبری کولی له بلی خوا مو عملیاتو ته زور وکړی وو دا خو یوه واضحه خبره ده. بله دا چا آبا لس دولس نفره طالبانو ته چا د ټول ملت اختیار ورکړی چی له دښمن سره خبری او غونډی وکړی. ولی تاسو د بندو دروازو شاته له خلکو… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

روسیه او چین د امنیت د شوری دایمی او جرمنی یی موقتی غړی هیواد دی، یعنی د امنیت د شوری تر نیمایی زیات غړو د امریکا دغه ناوړه او غیر قانونی اقدام بیځایه بللی او د بیا پیلولو هیله او غوشتنه یی کړی، امریکا خو مدعی هیواد دی په حقیقت کی د امنیت د شوری اکثریت دغه اقدام ناسمه بللی دا د امریکا بل شرم او ملامتیا او د طالب مشرانو حقانیت په ډاګه کوی . په هماغه کچه جه نظامی ډګر کی امریکا بایللی او طالبانو د الله ج به نصرت ګټلی سیاسی ډګر کی هم امریکا وبایلله او… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

په دی خبرو بس ځانونه خوشحاله ساتی. نوره مو قصه فکر کوم چی مقته ده. د قطر د دفتر غم کوی چی بیا مو نومونه په تور لست کی را نشی.