د سعودي حکومت د ویزو فیسونو څو چنده کم کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د سعودي د وزیرانو شورا هغه طرحه تصویب کړې چې له مخې به یې د عمرې، حج، تجارت او ترانزیت ویزو فیسونه کمیږي.

د ویز د نوې پالیسۍ له مخې به هر کس د یوې ویزې لپاره به یواځې ۳۰۰ سعودي ریال ورکوي.

د سعودي د وزیرانو شورا د نوې پریکړې پر اساس د عمرې، سیاحت، تجارت او یا د خپلوانو، انډیوالانو او نورو د لیدو لپاره د درې میاشتو ویزې فیس به یواځې ۳۰۰ ریال وي. همدا راز د حج موسم ویزې فیس هم ۳۰۰ ریال ټاکل شوی دی.

د یو کال ویزه چې متعدد ډول تګ پرې سعودي ته کیدلای شي هم فیس یې ۳۰۰ ریال دی خو دوی به ۵ سلنه مالیه هم ورکوي.

د ترانزیت ویزې فیس چې په سعودي کې د ۹۶ ساعتونو لپاره پاتې کیدلای شي هم ۳۰۰ ریاله ټاکل شوی دی.

تر دې وړاندې د سعودي حکومت په درې کلونو کې دننه د تکراري عمرې ویزې فیس چې ۲زره ریال و اخیستلو خو د نوې پالیسۍ له مخې دغه فیس لغوه شوی دی.

همدا راز د تجارت او زيارت ويزو فيسونه هم ۲۰۰۰ رياله وو، چې د تجارت د پراختيا په مخ کې لوی خنډ و.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د