افغانستان

د امریکا کانګرس د طالبانو او امریکا د مذاکراتو د لغوه کېدو په تړاو زلمی خلیلزاد احضاروي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ وږی، ۱۳۹۸ل): د امریکا کانګرس وایي، راتلونکې پنجشنبه د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» ور بولي او په یوه علني غونډه کې له طالبانو سره د مذاکراتو د لغوه کېدلو په تړاو توضیحات ترې اخلي.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو د کمېټې مشر «ایلوټ اینګل» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي « موږ غواړو په مخامخ ډول د افغانستان لپاره د بهرنیو چارو وزارت ټاکل شوی کس واورو او وپوهېږو ولې له طالبانو سره خبرې لغوه شوې، زه هیله لرم راتلونکې پنجشنبه به زلمی خلیلزاد په کانګرس کې وګورم».

د اینګل له قوله، زلمی خلیلزاد یې له دې امله احضار کړی، چې د نوموړي د ماموریت په دوران کې هم څو ځله کانګرس ته وربلل شوی؛ خو د بهرنیو چارو وزیر او خپله خلیلزاد دا بلنې بابېزه ګڼلې.

د امریکا کانګرس وروسته له هغه زلمی خلیلزاد احضاروي، چې د امریکا ولسمشر څو ورځې وړاندې د زلمي خلیلزاد او ټیم د یوه  بشپړ کال هڅې په اوبو لاهو کړې او له طالبانو سره روان مذاکرات یې لغوه اعلان کړل.

د سرچینو په خبره، دا ګام دومره چټک اخستل شوی وو، چې زلمی خلیلزاد او ورسره ټیم یې هیڅ په اعتماد کې نه وو اخستل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

د امریکا اصلی حکومت ترمپ نه بلکه نظم نوین جهانی دی ترمپ او کابینه یی ، کانګرس ، سپینه ماڼی او داسی نور هغوی دی چه ورته څه ویل کیږی هغه باید ترسره کړی. دا د خلیلزاد ناکامی او یا کامیابی نه ده ، هغه یو مامور وو او ترمپ هم یو مامور دی یعنی د نظم نوین جهانی تر امر لاندی کار کوی که د هغوی استخباراتی معلومات دا وی چه طالبانو د محوه کولو یا مهارولو د پاره نوری لیاری چاری نظر کی نیول شوی او کوم غشتلی پلانونه او تصامیم ورته نیول شوی نو هغوی د نړیوال… نور لوستل »

اجمل

کچیری خدای کول دا منافق به رسوا او شرمنده شی. که امریکا غواړی چی خپل له لاسه تللی حیثیت بیرته په لاس راوړی، نو دایی ښه وخت دی چی ټوله ملامتی پر همدی سړی واچوی او لږ یی ښه سم کړی. زه داسی فکر کوم چی د سولی خبری به یو ځل بیا روانیږی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x