په کوټه کې د ډاکټرانو پر مظاهرې باندي په ډزو کې ۸ تنه ټپیان شوه
نن ټکی آسیا: نن د کویټي په ښار کې د ډاکټرانو پر یوې احتجاجي مظاهرې باندي د امنیتي چارواکو له خوا په ډزو کې لږ تر لږه ۸ ډاکټران ټپيان سول.
ډاکټرانو غوښتل چي د مظاهرې په ترڅ کې د وزیر اعلی دفتر ته ځان ورسوي.
ویل کیږي چي د ټپي شوو ډاکټرانو څخه د یوه روغتیايي حالت د اندیښنې وړ ښودل سوی دی.
پر دغه سربیره امنیتي چارواکو لږ تر لږه ۵۰ ډاکټران نیولي هم دي.
د بلوچستان د حکومتي ادارو ډاکټران د دوو اونیو څخه په هړتال او بندیز لاس پوري کړی دی، او د حکومت څخه غواړي چي ددوی مشروعه غوښتني ومنل شي.
ډاکټران د حکومت څخه غواړي، چي دوی ته په بلوچستان کې هم هغومره معاش او مراعات ورکړي، څومره چي د هیواد په نورو صوبو کي ډاکټرانو ته ورکول کیږي، او ددوی سره هم د هغوي په رکم ښه چلند وسي.