ځانګړي راپورونه

د سولې خبرو له لغوه کېدو وروسته افغانستان کې جګړو زور اخیستی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ وږی، ۱۳۹۸ل): د طالبانو او امریکا د خبرو له ناکامۍ وروسته د افغانستان په ګڼو برخو کې جګړو زور اخيستی دی.

رویټرز خبري اژانس ليکلي، د سولې خبرو له ناکامېدو وروسته د افغانستان په ګڼو ولايتونو، په ځانګړې توګه شمالي ولايتونو کې جګړې زياتې شوي او طالبانو په ډېرو سيمو کې دولتي عسکرو ته ماتې ورکړې دي.

د رپوټ له مخې په تخار، بغلان، کندوز او بدخشان کې درنې جګړې روانې دي او طالبانو حکومتي عسکر په شاتمبولي دي.

اګر که د ګډ حکومت دفاع وزارت ادعا کوي، چې په يو شمېر سيمو کې يې د طالبانو بریدونه په شاتمبولي، خو د رویټرز سربېره نورو رسنيو د حکومتي چارواکو د ادعا پخلی نه دی کړی.

يوازې په تېره اوونۍ کې طالبانو د تخار ولايت خواجه غار، درقد او ينګي قلعه ولسوالۍ نيولي، په بغلان کې يې ګذرګاه ولسوالۍ په بشپړ ډول نيولې، د بغلان ولايت مرکز د طالبانو له لوري محاصره دی او بغلان کې د کابل مزار لويه لاره هم د طالبانو له لوري تړل شوې ده، چې يوازې ملکي موټر پرې تګ راتګ کولی شي.

همدارنګه په کندوز کې د خان اباد، درشت ارچي او قلعه زال ولسوالۍ طالبانو نيولي دي.

تېره ورځ هم طالبانو د کابل ښار په چهار اسياب ولسوالۍ کې د کومانډو ځواکونو پر قرارګاه سرتيری برید کړی و او دوو سوو عسکرو ته يې د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړی و.

د يادونې وړ ده، چې د تېرې شنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرو د لغوه کولو خبر ورکړ، طالبانو خبرداری ورکړ، چې دوی به خپلو بریدونو او چاودنو ته زور وکړي او زياته کړې يې ده، چې د امريکايي چارواکو ګواښونه د دوی عزم نه شي کمزوری کولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x