دوستم: که امریکا او ناټو باور راباندې وکړي، طالبان په شپږو میاشتو کې ختموم

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ وږی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشر لومړی مرستیال «عبدالرشید دوستم» یو ځلې بیا طالبانو ته ګواښ کړی او یاده کړې یې ده، که امریکا او ناټو باور ورباندې وکړي؛ طالبان په شپږو میاشتو کې د افغانستان له شمال څخه ختمولای شي.

دوستم چې تېره ورځ یې د ویډیو له لارې په کابل کې یوې ناستې ته خبرې کولې، وویل « ما په شمال کې د طالبانو د ځپلو طرحه له امریکا، ناټو او امنیت شورا سره شریکه کړې او هغوی ته مې ویلي، راشئ دې طرحې ته غوږ شئ، نه ستاسو امکاناتو ته ضرورت شته او نه هم پلې عسکرو ته، موږ په شپږو میاشتو کې طالبان ختمولای شو، دا زه له محاسبې پرته نه وایم، راشئ یو ځل موږ وازمویئ».

نوموړي زیاته کړه « امریکا او ناټو که له افغانستان څخه وزي، ابرومندانه او له لاسته راوړنو ډک لاسونه دې ووزي، موږ دلته شته یو چې د طالبانو ټغر ټول کړو؛ موږ له ناټو او امریکا سره د ۲۰۰۱ کال په څېر مرسته کولای شو؛ خو که هغوی په موږ باور وکړي او موږ ومني».

دوستم داسې مهال په شپږو میاشتو کې د طالبانو د ټغر ټولولو ګواښونه کوي، چې نړیوال نظامي کارپوهان په دې باور دي، د افغانستان جګړه نظامي حل نه لري او باید له یوې سیاسي لارې حل شي.

په ورته وخت کې، طالبان د هیواد په شمال کې تر بل هر وخت پیاوړي شوي، د شمال د ولس دننه یې پراخ نفوذ پیدا کړی او د شمالي ولایتونو ګڼې سیمې  ددې ډلې د حاکمیت شاهدان دي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
8 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

چوب ښه لوطی، وحشی، شرابی او بیسواده خره ، هغه جرګی مړی شوی چه د سرو زرو هګی به یی اجولی هغه وخت طالبانو د مظلوم اولس د وینو تویولو د مخنیوی د پاره له جنګه لاس اخستی وو، هغه وخت هغوی ګوریلای جنګونه نه بلکه حکومتی جنګونو د پاره یی د امریکا او ناتو سره ورته وسلی او وسیلی نه لرلی او نه یی هوایی قوه درلودله . ځانونه تسلیم کړل او امریکایی وحشیانو تا وحشی ته لاس تړلی په لاس درکړل او تا وحشی بی له دی چه په لاس تړلو بندیانو رحم وکړی اسلامی او انسانی عاطفه… نور لوستل »

هدی
میلمه
هدی

ته ورسه اول تر شپږمه ټولګۍ د درس ویلو ادعا دي ثابته کړه، بیا راسه لاپي ووله. د طالبانو له منځه وړل که داسي آسانه وای اوس به د نړۍ ځواکونه په جګړه کي داسي د ماتي سره نه مخامخ کېدلای، لاپي وهل مفت دي د عمل په ډګر کي هر څه ښه څرګندیږي.

عظیمی
میلمه
عظیمی

الله باک خو تا وطنفروشه بیسواده لافوک دجنګ ټکهدار خراب کی. د نوم او ډالرو ته ایمان نه لری. روسانو به وخت کی دی د جنګی سپی رول درلودی او بیا هم. اوس چه نور څوک اعتبار در باندی نه کوی خبل خاان لکه مچ مخ ته مخته کوی. الله ربالعزت ستا تغر در تول کړی.

جميل
میلمه
جميل

بيايی لکه چی ډير څښلی او بيخوده دی يا دادی چی دا احمق هم پدی پوهيږی چی امريکايان تر د لا خره غولان دی .
دا احمق د خپله کوره نسی راوتلای ، خپل کلی او ولسوالی ته نسی تلای دی بيا طالبان په ټوله شمال کی ختموی ؟ ټر .
دا د خدای دښمنان د سره څخه تر پايه ټوله په درواغو کی اخښل سويدی .

اجمل
میلمه
اجمل

دوستم ته: اشرف غنی درته قیصاری جوړ کړی اول هغه ختم کړه چی نزدی دی د کور څنګه مشت دی دومره ډیر کسان هم د طالبانو په څیر نلری، بیا خپله دوسیه له محکمی څخه وباسه چی نړیوال سازمان دی ختم نکړی. پدی خبرو دی اوس څوک نه غولیږی بیسواده.

پتنګ
میلمه
پتنګ

زمونږ دقلعه جنګي ، مزار ، شبرغان او دشتې لیلې جنایت نه هیریږي چې ۸۰۰۰ طالبان دوستم او متحدینو یې پکشې شهیدان کړل او جمي دوران ایرلندي ژرنالست د مرګ دکاروان نوم ورته ورکه او هر چیرته یې اوس هم ویدیو ګانې شته ، د فاسد دولت له کندلو او ورکېدو وروسته به ستا او ستا دهغه وخت دملګرو محاکمه غوښتل کیږي او شرعي جزا به وینې !!

محمد
میلمه
محمد

غرتک ځه وایې لکه چې جیبونه یې خالي د چور لپاره ځان تیاروي — خذله الله تعالی واعوانه واحبابه

اختر محمد
میلمه
اختر محمد

دابی وجدانه شرم نه لری داد حکومت اول معاون دی او دناتو اجازه غواړی ههههه دی ته وای خپلواک هیواد