نظــر

ځنډېدلي مذاکرات او بې‌انتخابه امریکا

ليکوال: ذاکر جلالي – د نړيوالو چارو کارپوه

ذاکر جلالي

د تېرې شنبې پر ورځ د ټرمپ مسلسلو درېوو ټویټونو طالبانو سره د مذاکراتو هغه لړۍ وځنډوله چې له نژدې یوه کال راهیسې روانه وه. تر هر څه وړاندې مهمه خبره دا ده چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وړاندوینې وړ سیاستوال نه دی. ده له یوې خوا طالبانو سره د مذاکراتو داسې لړۍ وځنډوله چې خبره نویمه دقیقې ته رسېدلې وه او نور د لاسلیک تیاری کېده او له بلې خوا دا پوښتنه مهمه ده چې ایا ټرمپ د مذاکرې پر ځای د جګړې پلان لري؟ د ټرمپ د لیدلوري اساسي تناقض همدا دی چې که یې له یوې خوا مذاکرات وځنډول، له بلې خوا نه د مذاکراتو بدیله طرحه لري او نه هم د جګړې پلان. دا چې پر طالبانو د لا زیات پوځي فشار خبره کوي دا د ټرمپ د طبیعت د لاپو شاپو برخه ده. ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په تېرو څو ورځو کې يې دومره طالبان وژلي چې په تېرو لسو کالو کې نه و وژل شوي! د ټرمپ له خوا د مذاکراتو ودرول په دې معنا نه دي چې ګواکې د افغان جګړې په تړاو یې لیدلوری بدل شوی او نور د پخوا په څېر د دې جګړې یو مخالف نه بلکې پلوی شوی. د مذاکراتو له ودرولو ژر وروسته د ملي امنیت سلاکار جان بولټن لرې کولو وښوده چې ټرمپ لا هم پر خپل دریځ ولاړ دی او نه غواړي داسې عناصر خپل څنګ کې پرېږدي چې پر جګړه‌ییز اواري ټینګار لري. د ټرمپ له ټویټ وروسته خلیلزاد هم غوښتل استعفا ورکړي خو د بهرنیو چارو وزارت یې مخنیوی کړی دی. دا هم ښيي چې د ټرمپ حکومت له مذاکراتو پرته بله لار نه لري. نو په دې اساس دا څرګنده ده چې په ټوله کې د ټرمپ ذهنیت کې د بدلون څرک نه ښکاري.

که فکر وکړو چې د ټرمپ ذهنیت رښتیا هم بدل شوی او د مذاکرات درول د ده له خوا یو دقیق محاسبه شوی اقدام دی، په دې صورت کې متحده ایالات بل انتخاب نه لري. په تېرو اتلسو کلونو کې د جګړې پر انتخاب ټینګار وشو او تر ټولو خونړۍ وسلې او تر ټولو پراخ عملیات وشول او پایله یې دا شوه چې له اتلسو کلونو وروسته نژدې پنځوس سلنه خاوره او درېيمه برخه د نفوس د طالبانو تر ولکې لاندې دي. واک ته له رسېدو سره سم ډونلډ ټرمپ د جګړې انتخاب ته کافي فرصت ورکړ. په سر کې يې د دفاع وزیر جیمز مټیس ته شپږ میاشتې، وروسته یو کال او په پای کې دوه کاله فرصت ورکړ چې که وکولای شي د جګړې له لارې طالبان مات کړي. د همدې لپاره امریکایانو پر طالبانو د پوځي فشار تر څنګ د ټولنیز او مذهبي فشار له انتخابه هم پوره استفاده وکړه خو پایله یې امریکایانو ته منفي وه. مذاکرات او سیاسي حل نه یوازې دا چې د امریکایانو لپاره د خپلې خوښې وروستی انتخاب دی بلکې په سیمه کې بدل شوي شرایط هم متحده ایالات مجبوروي چې طالبانو سره د تفاهم دریڅه پرانیستې وساتي. طالبانو سره مذاکرات امریکایانو لپاره تر انتخاب زیات یو جبر دی. له هغې راهیسې چې خلیلزاد له طالبانو سره خبرې پیل کړې له چین او روسيې سره یې هم په واشنګټن او مسکو کې ګډې ناستې وکړې او د افغان سولې په تړاو یې د دغو هېوادونو موافقه ترلاسه کړې وه. اوس امریکایان نه شي کولای چې چین او روسيې سره شوې هوکړې بابیزه وګڼي. امریکایان د دې کار په پایلو ښه پوهېږي.

په ۲۰۱۳ کال کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له پرانیستو وروسته او په ځانګړې ډول له ۲۰۱۷ راهیسې چې طالب استازو ته په نړیواله کچه سیاسي سټېجونه په لاس ورغلل دا د دې لامل شول چې په سیمه کې د امریکا حریف قدرتونه له دې ټکي ګټه پورته کړي او طالبانو سره د اړیکو له پاللو پر امریکا فشار راوړي. د ۲۰۱۷ په نومبر کې په لومړي ځل د طالبانو استازو د مسکو په هغې ناسته کې ګډون وکړ چې د سیمې او نړۍ دوولسو دولتونو استازو په کې ګډون درلود. پر دې سربېره، کله چې ملا برادر د پاکستان له بنده خوشې شو او د طالبانو د سیاسي مرستیالۍ ترڅنګ د قطر دفتر مشر وټاکل شو د طالبانو او سیمه‌ییزو قدرتونو ترمنځ روابط د پخوا په پرتله څو برابره شول. ملا برادر وتوانېد چې په لنډه موده کې روسيې، چین، ایران، اندونېزیا او ازبکستان ته سفرونه وکړي. که د سیمې د هېوادونو له خوا طالبانو سره د یوه مهم طرف په توګه تعاملات نه و زیات شوي ګومان نه کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ دې هم د مذاکراتو لړۍ دومره چټکه شوې وای.

اوس چې ټرمپ مذاکرات ځنډولي د سیمې همدغو مقتدرو هېوادونو پر امریکا غږ کړی چې دا ځنډ ډېر ونه غځېږي. امریکا اوس په حقیقت کې له سخت حالت سره مخ ده. که مذاکرات ځنډوي هم د دغو مهمو دولتونو له خوا تر نیوکې لاندې راځي او هم د خپل حیثیت او اعتبار په قیمت طالبانو ته اعتبار ورکوي چې ګواکې چمتو ول چې د خبرو له لارې مسئله اواره کړي او امریکا په وروستۍ شېبه کې په شا شوه. له بلې خوا دا امکان شته چې د سیمې هېوادونه طالبان وروغواړي د امریکا په غیاب کې د افغان سولې په تړاو د مهمو ناستو کوربه‌توب وکړي؛ ځکه دغه هېوادونه په افغانستان کې د تاوتریخوالي له دوام سره خپل امنیت په خطر کې ویني او په دې اساس د دغه وړ ناستو د کوربه‌توب لپاره معقول دلایل هم لري. د سیمې هېوادونه طالبانو سره د اړیکو د پراخولو له لارې د خپلو پولو د خوندیتوب تر څنګ پر امریکا ښه فشار راوړلای شي. دا حالت به د امریکایانو لپاره هم د زغم وړ نه وي. یو دلیل چې امریکایان به بېرته د خبرو مېز ته راګرځي او دغه ځنډ به ډېر نه غځوي همدا دی چې نه غواړي د افغان سولې په بحث کې خپل ځای خپلو سیالانو او حریفانو ته پرېږدي. امریکايي پالیسي جوړوونکي زموږ په سیمه کې په ژیوپولیتیکي سیالیو ښه پوهېږي او ډېری سیاستونه یې د همدې سیالیو له امله وي.

طالبان؛ جګړه او مذاکرات

د ۲۰۰۱ په اکټوبر کې پر افغانستان د امریکا له برید راهیسې طالبان په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور پر خلاف په جګړه بوخت دي. طالبانو د یرغل په اوج کې، هغه مهال چې کرزی تازه د موقتې ادارې مشر ټاکل شوی و د خبرو او روغې وړاندیز کړی و چې د امریکا د وخت د دفاع وزیر له لوري رد شو. له هغې راهیسې طالبانو په ډېرو لږو امکاناتو او ناچیزو وسلو د امریکا پر ضد جګړه پیل کړه. په ۲۰۰۹ کې په امریکا کې د اوباما له راتګ سره امریکایان دې پایلې ته ورسېدل چې نور طالبان د جګړې له لارې نه شي ورکولای. له همدې امله د سیاسي حل بحث مطرح شو چې په پایله کې يې کابل کې د سولې عالي شورا جوړه شوه او په قطر کې طالبانو ته سیاسي دفتر ورکړل شو.

طالبانو چې د امریکا د برید په لومړیو کې وکولای شول چې یو ځل بیا جګړه پیل کړي، اوس د هغه وخت په پرتله په هر لحاظ په ښه وضعیت کې دي. له دې امله طالبانو ته د جګړې دوام نوره کومه سخته چاره نه ده. اوس چې په کوردننه هم کافي سیمې د طالبانو تر لاس لاندې دي، اقتصادي منابع یې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي او په سیمه او نړۍ کې یې د یوه مشروع جهت په توګه حیثیت هم پیدا کړی، په دغه وخت کې ورته د جګړې دوام ډېر ستونزمن نه برېښي. طالبان تر مذاکرې او سیاست په جګړې او مقاومت کې ډېر ظرفیتونه لري؛ ځکه نو طالبانو ته تر مذاکرې جګړه اسانه برېښي. د جګړې دوام د طالبانو بقا ښه تضمینولای شي؛ خو د مذاکرې د انتخاب په کارولو سره طالب ډېرو ننګونو ته غاړه ورکړې ده. د قطر دفتر له پیله د خلیلزاد تر مذاکراتو هر ځل چې طالبانو په سیاسي مجال کې ګام ايښی په تبلیغاتي لحاظ ډېره هڅه شوې چې د طالبانو د لیکو ترمنځ بې‌باوري پیدا شي او ان که وکولای شي چې طالبان ووېشي. امریکايي شنونکی مایکل کوګلمن هم پر دې باور دی چې امریکا طالبانو ته لومه ايښې وه چې که یې په مذاکراتي بهیر کې په خپلمنځي لانجو او اختلاف واړوي؛ خو طالبانو له مشرتابه تر جنګیالیو په یوه خوله د مذاکراتو پلوی وکړه. کوګلمن زیاتوي امریکا په خپل دام کې ونښته او د چارواکو ترمنځ ژور اختلافات رامنځ ته شول. کوګلمن وايي طالبان اوس په ښه موقف کې دي او سولې او جګړې ته هغوی د امریکا په څېر بيړه نه لري. که څه هم طالبان تر دې دمه د دغو ننګونو پر وړاندې برلاسي ثابت شوي دي، اما بیا هم که د جګړې او مذاکرې بحث وشي، طالبانو ته به جګړه اسانه وبرېښي. په دې اساس د مذاکراتو ځنډول ښايي د طالبانو ټوله توجه جګړې ته کړي او دا حالت ښايي افغان حکومت او امریکایانو ته او عامو افغانانو ته هم ښې پایلې نه لري. که طالب دغه انتخاب ته اړ کېږي، په دې صورت کې يې مذاکرې ته خپله ژمنتیا وښوده او دا امریکايي لوری و چې مذاکرات یې وځنډول او افغان حکومت یې هرکلی وکړ!

سوله لومړیتوب!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x