افغانستان

طالبان: بدخشان کې د ۴۲ طالبانو د تسلمېدو په اړه د حکومت ادعا درواغ ده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبانو د ګډ حکومت د چارواکو هغه ادعا رد کړې، چې د بدخشان ۴۲ طالب جنګيالي ورته په تخار ولايت کې تسليم شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي ادعا کړې، چې د بدخشان کران و منجان ولسوالۍ څخه دېرش ورغلي طالبان د تخار په ورسج ولسوالۍ کې حکومت ته تسليم شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې د حکومتي چارواکو ادعا رد کړې او وايي، چې دوی د يمګان ولسوالۍ د نيولو پر مهال ۴۲ اربکيان نيولي وو، بېرته يې خوشې کړل او دغه اربکيان اوس بېرته حکومت ته ورغلي دي.

د ښاغلي مجاهد په وينا حکومت چارواکي په درواغو اربکيانو ته د تسلیم شوو طالبانو نوم ورکوي.

حکومتي چارواکو دا ادعا په داسې حال کې کړې، چې په تېرو څو ورځو کې طالبانو په تخار، بدخشان، بغلان او کندوز کې بې ساري پرمختګونه کړي او دولتي عسکرو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

دا لومړی ځل نه دی، چې حکومت د لسګونو طالبانو د تسلیمۍ ادعا کوي، بلکې نږدې هره ورځ په ګڼو ولايتونو کې حکومتي چارواکي د لسګونو طالب جنګياليو د تسليمۍ ادعا کوي، خو وروسته ثابته شوې، چې حکومت خپلسرو وسله‌والو، اربکيانو او يا هم د عامې لارې خلک د څو پيسو په مقابل کې د تسليم شوو طالبانو په نوم رسنيو ته ورپېژني.

تېره مياشت هم پژواک خبري اژانس يو ويډيويي راپور خپور کړی و، چې د بغلان ولايت چارواکو سيمه ييز اربکيان د تسلیم شوو طالبانو په نوم رسنيو ته ښکاره کړل، چې لږه شېبه وروسته یې له هماغه ځايه بېرته خپلې وسلې پر غاړه کړې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close