افغانستان

طالبان اشرف غني ته: په پردیو میوږیو پورته، پورته غورځېدل د ویاړ خبره نه ده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ وږی، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د ګډ حکومت مشر « اشرف غني» په یوه کمپایني غونډه کې په ویاړ سره د دوه زره طالبانو د وژل کېدو ادعا وکړه؛ طالبانو یې په غبرګون کې له نوموړي هیله کړې، چې په پردي میوږي پورته ونه غورځي او نه هم د پمپیو او ټرمپ د غلطو ادعاوو تقلید وکړي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه لیکي «نن د کابل ادارې مشر اشرف غني د خپلو امریکایی بادارانو په تقلید په یوه انتخاباتي کمپاين کې خپلو چک چکیانو ته لافه ووهله چې ګنې د یوې اوونۍ په ترڅ کې يې نیږدې دوه زره مجاهدین شهیدان کړي.د امریکا جمهور رئیس ټرمپ او پمپیو هم د غلطو معلوماتو په اساس دې ته ورته ادعاوې کړې وې.»

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي «موږ  دا اوتې بوتې په کلکه ردوو، که تاسې دا وړتیا لرلای چې دوه زره مجاهدین شهیدان کړئ،  تاسو به د هیواد کومه ښکاره او ملموسه سیمه نیولې وه په ورځو ورځو به لویې  لارې درباندې بندې نه وي.»

طالبانو ددې تر څنګ په شمالي ولایتونو کې د ولسوالیو سقوط او په ورځو ورځو د حکومت په مخ د لارو بندېدل د خپلو جنیګالیو د وړتیا د بېلګې په توګه یاده کړې او اشرف غني ته یې د پيغور په ډول ویلي «که د امریکایي بادارانو سیوری مو په سر نه وي ولاړ، د ملت په وړاندې د یوې اونۍ د تاب را وړلو توان در په کې نشته، نو په پردیو میوږیو پورته پورته غورځیدل هيڅ کله د ویاړ خبره نشي کیدای.»

طالبانو له دې سره، سره اشرف غني ته ور یاده کړې، چې د ملکي وګړو په وژنه دې د شرم احساس وکړي او په دې کار دې ویاړ نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
masoom afghan

دا دوه زره طالبان څه له رولا غنی پیدا و که اوبو راوړی و.

غمی.پښتین

جوړ تازه،
طالیب او دولت ته،
دولت ادعا کوی چه ولس زما ملاتړی دی،
طالیب ادعا کوی چه ولس خو ټول زموږ سره دی،
حقیقت دا دی چه ،
دولت ،طالیب دواړه د ولس قاتلین دی،ولس له دواړو څخه کرکه کوی.دواړو د غلامی طوق په غاړه ګرځوی،

پتنګ

نو اولس څه بلا وهلی دی خو اولسي قیام دې وکړي او که نه عشق دوي ، مستي دې وي دالر او امریکایې دې وي ؟؟

مجاهد

پشتین صاحب ! خو پخوا د غنی ملګری او کمپاین یی ورته کولو ، مګر دا چه غنی هم له ډیره شرمه د ځان د فاع نه شی کولای څوک چه یی د فاع کوی خلک وربوری خاندی کمیشن کارانو ته اوس داسی دستور ورکړی شوی د اشغال نوم مه اخلی وایاست چه طالبان او حکومت دواړه قاتلان او ظالمان دی نو په دی واسطه به مو خلک څه ناڅه خبره ومنی که نه څوک به مو تبصرو نه لولی هسی وخت به مو ضایع کیږی . افغانستان کی چه کومی الوتکی او تانکونه ګرخی هغه خو غنی خپل کور… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x