
اجرائيه ریاست د ارګ حکم لغوه کړی
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ وږی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت نیم ونډه وال «عبدالله عبدالله» د ارګ د مشر له لوري د بهرنیو چارو وزارت د څېړنې په تړاو صادر شوی حکم لغوه اعلان کړی.
ارګ وروسته له هغه چې د فساد سره د مبارزې کمېټې «میک» د بهرنیو چارو وزارت دننه د فساد اسناد خپاره کړل، د یاد وزارت له مسئولینو څخه د تحقیاتو او د ګمارنو د بهیر د څېړنې امر کړی وو، چې د اجرائیه ریاست له غبرګون سره مخ او لغوه اعلان شو.
له اجرائیه ریاست څخه په همدې تړاو خپاره شوي فرمان کې راغلي، چې د ارګ حکم د کمپاین په دوران کې صادر شوی او کمپایني بڼه لري؛ نو ځکه د منلو وړ نه دی.
یاده دې وي، چې څه موده وړاندې د بهرنیو چارو وزارت د ارګ د یوې ګمارنې مخه هم نیولې وه، چې وروسته له ګڼو ناندریو ارګ او اجرائیه ریاست تفاهم ته ورسېدل او د ارګ ګمارنه په ځای شوه.