افغانستان

ایران: داعش په افغانستان کې د پښې تمځای لټوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ وږی، ۱۳۹۸ل): ایران وایي، داعش د نورو ترورستي ډلو په څېر د ایران امنیت ته زیان اړوي او دا مهال په افغانستان کې د پښې د تم کولو ځای لټوي.

دغه څرګندونې د ایران د کورنیو چارو وزیر «عبدالرضا رحمانی فضلي» په بیشکیک کې د قرغزستان د کورنیو چارو له وزیر « قشگار جنوشعالیف» سره په ګډه ناسته کې وکړې.

قشګار وویل « جنایتکارې ډلې د نړۍ په هر کونج کې تقویه شوې، چې د سیمه ییزو هیوادونو د امنیت په برخه کې یې ستونزې جوړې کړې او یوازې د هیوادونو تر منځ د ګډې همکارۍ په پایله کې حل و فصل کېدای شي».

د نوموړي له څرګندونو وروسته د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل « ایران د افراط، تروریزم، وهابیت او د طالبانو او القاعده په څېر ورانکارو سره ډلو سره د مبارزې اوږده مخینه لري، دا  افراطي ډلې د اسلام یو بدل انځور د خلګو په ذهن کې انځوروي».

فضلي زیاته کړه « موږ په هیڅ لاره بهرنیو هیوادونو ته اجازه نه ورکوو، چې د اسلامي نړۍ په چارو کې لاسوهنه وکړي، هغوی په اسلامي نړۍ کې خپلې ګټې لټوي او د سیمې د هیوادونو تر منځ د اختلافونو په راپورته کولو کې خپل اهداف لټوی».

ایران داسې مهال په افغانستان کې د داعش شتون ته اندېښمن دی، چې د یادې ډلې په وړاندې د طالبانو ځواکمن عملیات دوام لري او ګڼې سیمې یې ددې ډلې له وجود څخه پاکې کړې.

طالبانو په بیا، بیا ادعا کړې، چې حکومت او امریکا په ګډه داعش ترې ژغوري او د طالبانو او داعش د جګړو په مهال د طالبانو لیکي بمباروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x