افغانستان

جوبایډن: امریکايي فوځونه دې له افغانستان څخه راوایستل شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وږی، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو پخوانی مرستیال ولسمشر او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند «جوبايډن» وايي، د افغانستان جګړه له مهار کېدلو وتلې او اوس وخت دی، چې خپل فوځونه له افغانستان څخه راوباسو.

جوبایډن دغه څرګندونې د ټاکنو له نورو نوماندانو سره په یوه مناظره کې وکړې، نوموړي وویل « په داسې یو حالت کې چې پاکستان د افغانستان درې مهم مشرقي ولایتونه کنټرولوي، موږ په افغانستان کې جګړه نشو ګټلای او نه هم ترورستان له منځه وړلای شو، نو باید خپل فوځونه له افغانستان څخه راوباسو».

نوموړي که څه هم د یادو دریو ولایتونو نومونه یاد نه کړل؛ خو څرګنده یې کړه، چې پاکستان باید د امریکایي عسکرو تر راوتلو وروسته خپلې نظامي اډې د امریکا په واک کې ورکړې تر څو امریکا وکولای شي په افغان خاوره کې ترورستي اهداف په نښه کړي او له همدې اډو څخه د افغانستان دننه هوايي عملیات وکړای شي.

امریکايي لوړپوړي چارواکي داسې مهال د افغانستان جګړه له مهار کېدو وتلې ګڼي، چې د یاد هیواد ولسمشر د افغان جګړې د پای ته رسېدلو په موخه له طالبانو سره روان مذاکرات لغوه کړل او په طالبانو باندې یې د نظامي فشار د زیاتولو ګواښ وکړ.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x