افغانستان

امریکايي جنرال: امریکا او ناټو په افغانستان کې جګړې ته «ژمن» دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وږی، ۱۳۹۸ل): په اروپا کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان وایي، ناټو او امریکا به په ګډه د افغانستان جګړه مخته وړي او په دې برخه کې به لازم بدلونونه رامنځته کوي.

اسوشیټيډ پریس خبري اژانس د «تاد والترز» له قوله لیکي « ناټو او امریکا په افغانستان کې جګړې ته ژمن دي او په نظامي ماموریت کې د بدلونونو د راوړولو هوډ لري».

د والټرز په قول، د ولسمشریزو ټاکنو تر پیل مخکې به د افغانستان امنیتي وضعیت تر بل هر وخت د خرابۍ لور ته ولاړ شي.

امریکايي نظامي چارواکي داسې مهال په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې جګړې ته «ژمنتیا» تازه کوي، چې تازه د طالبانو او امریکا مذاکرات د ډونالډ ټرمپ له لوري د یوه توافق د لاسلیک په درشل کې لغوه شوې او نظامي شنونکي په دغسې یوه حالت کې د جګړې د تېزېدلو خبر ورکوي.

تر والټرز وړاندې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» هم یاده کړې وه، چې د طالبانو په وړاندې به عملیات پراخوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

پدی ۱۸ کالو کی مو څه تر لاسه کړل چی اوس يی د پروتی په لغتو تر لاسه کړی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x