نظــر

آیا د سولې بېړۍ به بېرته مزل پېل کړي!؟

خلیل الرحمن همایون

شاوخوا یو کال د سولې خبرې په نهو پړاونو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ ترسره شوې تر ډېره بریالۍ وې او دواړه لوري په یوې توافقنامې هوکړې ته رسېدلي و.

دغه توافقنامه ېې قطرهېواد ته سپارلې وه، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ ترلاسلیک ورسته به یې رسمي اعلان کړي.

خو ټرمپ د لاسلیک پر ځای روان مذکرات لغوه اعالن کړل، چې دې پرېکړې یې خلک حیران دریان کړل او مذکرات په ټپه ودرېدل.

دغه بریالي مذکرات، چې نهم پړاو کې پر توافقنامې دواړه لوري سلا شوي وو، هغه جنجالي مسایل هم پکې حل و فصل شول، چې تېرو اتو پړاونو کې پرې بحث کېده.

داچې ولې د سولې دا مذکرات ناببره په ټپه ودرېدل، د کوم هدف لپاره او بیا به دا مذکرات پېل شي کنه راځئ ویې لولو.

کله چې ټرمپ د سولې مذکرات لغوه اعالن کړل، په همغه شپه کېمپ ډیوېډ کې ټرمپ د طالبانو دپلاوي او افغان ولسمشر اشرف غني د ورتګ خوبونه لیدل.

ټرمپ به د دوی په حضور کې پر توافقنامې لاسلیک کاوه، او د بین الافغاني خبرو، راتلونکی نظام او بندیان په خوشي کولو به یې خبرې کولې.

خو طالبانو د خلیلزاد او سکاټ میلر له ټینګار سره سره بیا هم دا بلنه ونه منله او کېمپ ډیوېډ ته یې له تګ انکار وکړ، چې د انکار په غبرګون کې ېې ټرمپ مذکرات لغوه اعلان کړل.

که څه هم ځینو طالب مشرانو غوښتل چې دې غونډه کې ګډون وکړي، خو اکثرو رایه ګډون نه کول و، چې بالاخره د سولې خبرې ودرېدې.

خو ټرمپ بېرته په خپلو خبرو پېښمانه وو، ویل یې چې ددې کشالې حل یوازې خبرې کېدای شي.

د خبرو لغوه کولو غبرګون کې د ملګرو ملتونو سرمنشي، روسې، جرمني او چین له ټرمپ غوښتنه کړه، چې بېرته مذاکرات پېل کړي.

ځینو امریکایي رسنیو راپورنه خپاره کړي، چې د سولې مذاکرات به د افغانستان د ولسمشرۍ تر ټاکنو ورسته بېرته ژر پېل شي.

د دې نه ښکاري چې د سولې خبرې به بېرته ژر پېل شي، او دواړه لوري به توافق ته رسېږي او بین الافغاني خبرو ته به لار پرانیزي.

دوه ورځې وړاندې سیپټمبر په لسمه ډونلډ ټرمپ د امریکا د امنیت سلاکار جان بولټن له دندې ګوښه کړ، چې په افغانستان کې په جګړې ټینګار کاوه، او دسولې خبرو مخالفت ېې کاوه ، له دې ښکاري چې ټرمپ غواړي نوره داجګړه پای ته ورسوي.

د سولې درېدلو مذکراتو دپېل سره سم به بین الافغاني خبرې هم پېل شي، چې د نظام په جوړښت، د بندیانو خوشي کول او… به بحث وشي او یو داسې نظام به جوړیږي، چې مونږ د دین، هېواد او افغانیت ساتنه او ملاتړ به کوي.

امریکا نوره دا جګړه له مهاره وتلې او نشي کولای ددې بایللې جګړې مصارف په غاړه واخلي.

امریکا د سولې مېز ته له کېناستو بله لاره نلري، غواړي له دې لارې ځانته یوه دخټو پزه جوړه کړي، او پر خپلو ماتو خاورې واړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x