روغتیا

د کم خوب څخه رامنځته کېدونکي «۱۸» زیانونه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وږی، ۱۳۹۸ل): د شپې ښه خوب د ورځې په اوږدو کې د انسان په ذهني او بدني کارکردګۍ خورا ستر اغیز کوي، دا نه یوازې تاسې ته خوښ مزاج درکوي بلکې د بدن ښکلا مو زیاتیږي او د سترګو لاندې تورې حلقې مو هم له منځه وړي.

د شپې لخوا مناسبه اندازه خوب مو د زړه، چاغوالي او ذهني کارکردګۍ لپاره تر ټولو غوره دی، مګر په نني وخت کې د ورځني بوختیاو له کبله انسان نشي کولای له شپږو ساعتونو زیات خوب وکړي، پوهان په عام ډول له ۶ تر ۸ ساعتونو د خوب سپارښتنه کوي.

دلته داسې زیانونه وړاندې کوو چې د کم خوب له کبله رامنځته کیږي:

سر دردي

که څه هم پوهان په دې اړه باوري نه دي چې د بې خوبۍ له کبله ولې سر دردي رامنځته کیږي، خو وایي چې کم خوب انسان په نیمه سر دردۍ اخته کوي، مګر هغه څوک چې د شپې په خوب کې خراری کوي ۵۸سلنه یې سهار له سر دردۍ شکایت کوي.

چاغوالی

په اوسني وخت کې چاغوالی یوه عمومي ناروغي ګڼل کیږي، کم خوب د انسان د بدن هارمونونو توازن ګډوډي چې په پایله کې د خوراک اشتها زیاتیږي په ځانګړي ډول د هغو خواړو چې زیات کالوریز ولري، دغه ډول انسان په خپلو غوښتنو کنترول له لاسه ورکوي، په دې سره د انسان وزن زیاتیږي او د ستړیا بوج یې پر بدن اضافي شي.

نظر

د خوب کموالی په لید یا نظر کې کمزوري او خړوالی رامنځته کوي، څومره زیات وخت چې تاسې په ویخه تیروئ هغومره مو د لید کمزورتیا لامل کیږي.

زړه ناروغي

د یوې څیړنې پرمهال ځینې کسان د ۸۸ ساعتونو لپاره خوب ته پرینښودل شول چې په پایله کې یې د وینې فشار لوړ شو کوم چې پوهانو ته ډيره د حیرانتیا وړ خبره نه وه مګر همدغه کسانو ته د یوې مودې لپاره د شپې یوازې د ۴ ساعتونو د خوب اجازت ورکړل شو، ددوی د زړه ټکان سرعت زیات شو او په بدن کې یې داسې پروتین جمع شول چې د زړه ناروغیو ګواښ زیاتوي.

سوکه ځواب

کله چې خوب بشپړ نه وي انسان کې د کومې خبرې یا پېښې ځواب سوکه کیږي، د سمدلاسه پریکړې کولو لپاره پوهانو څيړنه ترسره کړه، هغه کسان چې خوب یې بشپړ و د ځواب او سمدلاسه پریکړې ماده یې غوره وه خو بالعکس هغه کسان چې خوب یې بشپړ نه و ددوی په کارکردګۍ کې د یوه کار ځواب او پریکړه کول بیخي سوکه وه.

تمرکز

کم خوب انسان کې د لوستلو او اوریدلو پرمهال تمرکز له منځه وړي، تاسې به تجربه کړي وي چې ډیر په غور د یوه چا خبرې واورئ یا یو کتاب په ډیر غور ولولئ خو پایله کې مو هیڅ یاد نه وي، څيړنې وایي که ذهنا ځان هوښیاورل او چټکول غواړئ نو خپل خوب مو بشپړ کړئ، کنه نو ذهن مو بې حسه کیږي او د یوه کار کول درته ستونزمن کیږي.

خبرو کې ستونزې

کم خوب مو د خبرو پرمهال ګڼ شمېر ستونزو ته اړ کوي، عین داسې لکه تاسې چې نشه کړې وي، د یوې څيړنې د ازموینې پرمهال له ۳۶ ساعتو ویخ پریښودلو وروسته په ځینو کسانو کې د خبرو ګډوډي، د الفاظو تکرار او د الفاظو ورکېدلو ستونزې ولیدل شوې، تر دې چې دوی څه ویل غوښتل د بې خوبۍ په حال کې یې بیان نشو کړای.

زکام او ټوخی

که همیشه د زکام او ټوخي سره مخ یاست او چیرته د تلو پرمهال لومړی زکام پر تاسې حمله کوي، نو ددې یو ستر لامل ناکافي خوب دی، د یوې څيړنې له مخې څوک چې تر ټاکلې مودې کم خوب کوي په دوی کې د زکام او ټوخي رامنځته کیدو خطر درې چنده زیات وي.

معده

د خوب کموالی مو د معدې سوزش زیاتوي او قبضیت رامنځته کوي، له ۶ تر ۸ ساعتونو ارام خوب مو د معدې او خیټې له ستونزو ژغورلای شي.

شکر

د خوب پرمهال زمونږ بدن په میټابولیزم کې رامنځته شوې ستونزې له منځه وړي، خو که چیرې انسان زیات وخت ويخ وي دغه ستونزې په بدن کې پاتې کیږي او په انسولین کې د حساسیت خطره زیاتیږي چې پایله کې د شکر دویم نوعې په بڼه خارجیږي، د څیړنو له مخې بشپړ خوب انسان کې د شکر ګواښ کموي.

سرطان

پوهانو د سرطان او خوب ترمنځ د اړیکو موندلو څیړنې ترسره کړي، دوی موندلې چې د بدن داخلي ساعت په نظام کې د لاسوهنې له کبله د بدن دفاعي نظام کمزوری کیږي او په دوی کې د ځانګړي ډول سرطان لکه د تیو او کولمو سرطان رامنځته کېدو ګواښ لوړیږي.

یاداښت

په منځني عمر کې د خوب کموالی په دماغي جوړښت کې بدلون رامنځته کوي چې د اوږدې مودې لپاره انسان د یاداښت یا الزایمر ناروغۍ له ستونزو سره مخ کوي، څیړنې وایي چې کم خوب ځوانان هم له دغه ستونزې سره مخ کولای شي، دوی زیاتوي چې د بشپړ خوب کونکو کسانو حافظه یا یاداښت تر نورو پیاوړی وي.

اولاد زیږیدنه

د څیړنو له مخې کم خوب د اولاد په زیږولو کې ستونزې رامنځته کوي، په ځانګړي ډول هغه میرمنې چې له ۶ یا ۷ ساعتونو کم خوب کوي ددوی پر امیندوارۍ منفي اغیز غورځي، کم خوب په نارینه او ښځینه دواړو کې د بدن هارمون نظام اغیزمنوي چې پایله کې د اولاد په زیږیدلو یا حمل اخیستلو کې ستونزې رامنځته کیږي.

اراده

کم خوب ذهني او بدني ستړیا رامنځته کوي، کله چې بدن او ذهن د ستړیا ښکار وي نو انسان بې له سوچ او فکره کارونه کوي، یعنې د خلکو لپاره د زیانمن څيز څخه انکار کول ستونزمن کیږي، همدا ډول په غیر ضروري څیزونو پیسې مصرفوي. په عام ډول دغه حال کې چې انسان څه وایي یا کوي خپله پرې نه پوهیږي.

زړښت

کم خوب د انسان د مخ ښکلا له منځه وړي، د سترګو شاوخوا تورې حلقې رامنځته کوي او ډیر ژر پوستکی د زړښت یا غونجوالي ښکار کوي.

تنهایي

کم خوب انسان په ټولنیز ژوند کې له ستونزو سره مخ کوي، دوی ته داسې بریښي چې له نړۍ څخه بېل شوي دي، که په دغه حال کې هم خوب بشپړ نه شي انسان لا بد حالت ته رسوي.

خپګان

څیړنو ثابته کړې چې کم خوب سره که څه هم د انسان مزاج خرابیږي خو سربېره پر دې دوی د ډپریشن یا خپګان ښکار کیږي، دغه ډول د خوب کموالي له کبله د ښځې او خاوند ترمنځ د جګړو او ستونزو زیاتوالی راځي، آن چې ددوی ترمنځ د بیلتون لامل کیږي.

عضلات

لکه څرنګه مو چې وویل د خوب کموالي سره د بدن په هارموني نظام کې بدلونونه راځي، دغه ډول بدن ته د عضلاتو جوړول او ددې کمزوري له منځه وړل ستونزمن کیږي، چې وروسته یې درملنه هم ستونزمنه وي، څیړنې وایي چې د خوب پرمهال بدن کې د ودې کولو او زیانونه له منځه وړلو لپاره هارمونونه په کار اچول کیږي، خو که چیرې خوب کم وي انسان له دغو ګټو محرومیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx