ورزش

په درې اړخیزه سیریز کې افغانستان لومړۍ لوبه نن د زمبابوې پر وړاندې ترسره کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وږی، ۱۳۹۸ل): په بنګلدیش کې د افغانستان، بنګلدیش او زمبابوې ترمنځ د درې اړخیزه سیریز په لړ کې به نن شنبه د ستمبر ۱۴مه افغانستان خپله لومړۍ لوبه د زمبابوې پر وړاندې ترسره کوي.

افغان لوبډلې د راشد خان په مشرۍ څو ورځې وړاندې یې په یوازیني ټيسټ لوبه کې بنګلدیش ته په ۲۲۴ منډو ستر توپیر سره ماتې ورکړه چې اوس یو به خپل بخت د زمباوبوې لوبډلې پر وړاندې ازمایي.

دغه سیالۍ به نن د بنګلدیش په ډهاکه ښار کې په نیشنل شیر بنګله لوبغالي کې د مازدیګر په ۵:۰۰ بجې پېل شي.

د یاد سیریز په لړ کې تېره ورځ د بنګلدیش او زمبابوې ترمنځ لومړۍ سیالۍ ترسره شوه چې بنګلدیش له جالبې لوبې وروسته بریا خپله کړه.

افغان لوبډله په نړیوال جام کې له سترو ماتو وروسته په لومړي وار د محدودو اورونو په سیالۍ کې مخ کیږي، خو توپیر به یې له هغې ډير ولیدل شي.

په نړیوال جام کې د ګلبدین نائب لوبډلمشر ټاکل کېدل لوبډله کې د ګڼ شمېر ستونزو او اختلافاتو لامل شول، ویل کیږي چې یو شمېر لوبغاړي د نوموړي تر لوبډلمشرۍ لاندې خوښ نه وو خو اوس د راشد خان تر لوبډلمشرۍ خوښ او پر یوه اتفاق دي.

د یادونې ده چې افغانستان په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د زمبابوې پر وړاندې ۷ واره مخ شوې او اوه واره یې ماتې ورکړې ده، چې دغه فشار به د افغانستان پر ګټه تمام شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

د زمبابوی سابو ته راشد، نبی او شهزاد خان مالګه اچولی شی خو اوس شهزاد نشته، زیات امکان شته چی دا لوبه هم افغانان وګټی، موږ ټولی لوبی که هغه سیاسی، نظامی او سپورتی لوبی دی افغانان یی ګټلی شی خو کچیری دلته افغان دوست او وطن دوست خلکو ته وخت ورکړل شی نه دا چی یو د پاکستان په شپیلی او بل په امریکا شپیلی سندری وایی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx