روغتیا

اوونۍ کې یوازې دوه واره قیلوله کول په زړه او دماغو څه اغیز کوي؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وږی، ۱۳۹۸ل): ګڼ شمېر پوهانو د انسان پر روغتیا د قیلولې ګټو په اړه څیړنې ترسره کړي، خو ډیر کم داسې موندل کیږي چې ددې په ورځني ډول د مودې او محدود وخت په اړه خبرې کړې وي. د قیلولې موده او د زړه ترمنځ اړیکه شتون لري.

د سویس په لوزان پوهنتون کې د قیلولې یا د غرمې خوب په اړه څیړنه ترسره شوې، په څیړنه کې راغلي «څوک چې په اوونۍ کې دوه ورځې د غرمې خوب «قیلوله» کوي په دوی کې د زړه حملې او دماغي سکتو یا فالج ګواښ کمیږي».

دغه څیړنه کې «۳۴۶۲» کسان شامل شوي وو چې عمرونه یې د ۳۵ او ۷۵ کلنۍ ترمنځ وو له دوی څخه د پنځه کالو مودې ازموینه ترسره شوه، پوهانو وموندله هغه کسان چې په اوونۍ کې یې یو یا دوه واره قیلوله (له پنځه دقیقو څخه تر یو ساعت پورې) ترسره کړې، په دوی کې د زړه حملې، په بشپړ د زړه ودریدل او دماغي سکتې یا فالج ګواښ د هغو په پرتله چې قیلوله یې بیخي نه ده کړې ۴۸سلنه کم شوی و.

بل خوا د برتانیې مشهور ژورنال «Heart» په یوه مقاله کې چې د زړه او وینې رګونو په اړه ده او د سي ان ان لخوا خپره شوې ویلي دي چې د قیلولې د مودې او د زړه روغتیا ترمنځ اړیکه شتون نه لري.

د قیلولې په اړه پوهانو بېلا بېلې څیړنې ترسره کړي، پوهان په یوه خوله دي چې تر ټاکلې مودې قیلوله کول (چې له یو ساعت زیاته نه وي) د بدني او ذهني روغتیا سربېره فشار نورمال ساتي، یاداښت پیاوړی کوي، او یو شمېر نورې ګټې لري.

خو بل خوا څيړونکي له ۴۰ یا یو ساعت تر زیاتې قیلولې کولو په اړه وایي چې لوړ فشار، کولیسترول، د ملا شاوخوا وازګې زیاتېدل او د شکر ناروغۍ لامل کیږي. قیلوله وکړئ خو ټاکلی وخت په نظر کې ونیسئ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x