
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وږی، ۱۳۹۸ل): ټاکل شوې وه چې نن شنبه به د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره په رسمي ډول پرانیزي خو په وروستیو مرحلو کې دغه سفر ځنډیدلی دی.
ډان ورځپاڼې د ریپورټ پر اساس تورخم ته د عمران خان سفر په اسلام اباد کې د مصروفیتونو له کبله لغوه شوی دی.
دا درېیم ځل دی چې عمران خان د تورخم دروازې د ۲۴ ساعته رسمي پرانیستنې مراسم ځنډوي.
د ریپورټ له مخې تورخم ته د عمران خان سفر د روانې اونۍ چهارشنبې ورځې ( ۱۸ ستمبر) ته ځنډیدلی دی.
د پرون راهیسې د تورخم لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوی وه او په پېښور کې د مهاجرینو ریاست هم اعلان کړی و چې د شنبې په ورځ به تورخم بند وي.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال تورخم د سهار له ۶ بجو د شپې تر ۱۲ بجو خلاص وي.
تر دې وړاندې به تورخم یواځې د ۱۲ ساعتونو لپاره خلاص و.
غني دروازې ور وتړلې، خو پاکستان په قاچاقي لارو افغانستان ته صادرات کوي