کندهار کې دوو پوليسو خپل يوولس ملګري وژلي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وږی، ۱۳۹۸ل): د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ امنيتي سرچينې وايي، دوو پولیسو خپل يوولس ملګري وژلي او بریدګر په تېښته بريالي شوي دي.
د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند جمال بارکزي رسنيو ته د پېښې پخلی کړی، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.
د شاه ولي کوټ امنيتي سرچينو تاييد کړې، چې اماني سيمه کې دوو پوليسو د قومندان سيف الله ماما په شمول خپل يوولس همکاران وژلي او بریدګر هم په تېښته بريالي شوي دي.
چارواکي وايي، دواړه بریدګر د طالبانو نفوذي کسان وو او د پيرې پر مهال يې پر خپلو ويدو ملګرو ډزې کړي، هغوی يې وژلي او د پوستې له ټولو وسلو او مهماتو سره د طالبانو ليکو ته په تېښته بریالي شوي دي.
طالبانو د دې برید مسؤوليت منلی دی.
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي، تېره شپه د دوی دوو نفوذي ملګرو د پوليسو په پوسته کې د «د ظالم قومندان» سیف الله په شمول لس پوليس وژلي او د هغوی وسلې له ځان سره وړي دي.
د ښاغلي احمدي په وينا بریدګرو له ځان سره د پوليسو ۷ ميله وسلې، ۱ ماين پال، ۲ شپنيز او ۲ د ورځې دوربينونه او يو فيلډر موټر وړي دي.
د يادونې وړ ده، چې د پوليسو او عسکرو په داخلي بریدونو کې د بهرنيو پوځيانو سربېره د داخلي عسکرو مرګ ژوبله کې د پخوا په پرتله زياتوالی راغلی او دغه بریدګر تر ډېره د طالبانو نفوذي کسان وي.
جوړ تازه په خیر،
فلسطین کی د فلسطینیانو قاتل.(اسراییل)
برما کی د مسلمانانو روهینګایانو قاتل،(هندوان)
کشمیر کی د کشمیریانو قاتل،(هندیان)
افغانستان کی د افغانانو قاتلین،(دولت،طالیبان،امریکایان)
ټول په تله تللی یو قسم قاتلین دی،هیڅ فرق یی منځ کی نشته،د قدرت او پیسو په خاطر قتل کوی ،
قتل قتل دی،قاتل هم قاتل دی ،ښه او بد قاتل نشته،
د هر قاتل د الله ج تنکی قتل کړی،چه د قتل په درد پوه شی،که طالیب وی که دولت او که امریکایی