ارګ: سوله لومړيتوب نه ده، په دې برخه کې کېدونکې هڅې مو درولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وږی، ۱۳۹۸ل): ارګ وايي، ټاکنې ورته لومړیتوب لري نو ځکه یې تر ټاکنو وړاندې د سولې لپاره کېدونکې ټولې هڅې درولې.

دغه څرګندونې د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» په کابل کې یوې خبري ناستې ته وکړې، نوموړي وویل « ټاکنې لومړیتوب لري، د امن په فضا کې به ترسره شي او د سولې په برخه کې به هڅې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته بیا پیل شي».

صدیقي زیاته کړه « ټاکنې د سولې د مشروعیت کیلي ده، تر هغو چې ټاکنې شوې نه وي، د سولې په برخه کې د طالبانو هڅې کومه څرګنده پایله نشي درلودلای، موږ هم د سولې په برخه کې خپلې هڅې درولې؛ ځکه ټاکنې ورباندې لومړیتوب لري».

نوموړي له دې سره، سره طالبان د سولې د مذاکراتو د لغوه کېدلو عاملین وبلل او په خبره یې « د طالبانو د قطر دفتر د سولې په برخه کې هیڅ کوم کار نه دی کړی، د افغانستان راتلونکی حکومت به ددې دفتر په برخه کې نوې پریکړه کوي».

صدیقي همدا راز طالبان په سیاسي ډګر کې ماته خوړلي یاد کړل او د هغوی وروستي سفرونه یې ددې ماتې یوه نښه وبلله او زیاته یې کړه « طالبانو د سولې اصلي ادرس ورک کړی، د سولې اصل ادرس د افغان حکومت تر مدیریت لاندې د سولې یوه مشروع پروسه ده».

ګډ حکومت داسې مهال د سولې په برخه کې د کېدونکو هڅو د درولو خبر ورکوي، چې د طالبانو او امریکا مذاکرات لغوه اعلان شوي؛ خو داسې تمې شته، چې په نږدې راتلونکې کې بیا ځلې پيل شي او دواړه لوري د یوه توافق د لاسلیک په موخه مذاکراتي مېز ته راټول شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مېلمه
میلمه
مېلمه

ههّهههههههههه خواره دي شي مینځه چي د مينځي کالي مینځي. کاشکي هر چا خبري نشواي کولای. خیر د خبرو وار دي تېر کړي حق یي ده.

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه.
سوله تاسو (دولت او طالیب)لومړیتوب څه چه هیڅ اهمیت نه لری ځکه چه،
د ډالرو کلدارو تومانو روبلو بنډلونه اخلی.
اولادونه مو په اروپا،امریکا،اسلام اباد کی سبقونه لولی،
تاسو غواړ پلو کباب خوری.
کله د دوبی کله اسلام اباد چکرونه وهی،
جنګ مو تجارت کار او بار دی،
سوله خو موږ ولس ته پکار ده .چه د لوږی تندی مړه کیږو،هم په ځانمرګیو،په طیارو مړه کیږو.
تاسو سوله څه کوی؟تاسو اوس مزی دی ،مزی

مجاهد
میلمه
مجاهد

هماغه د میلمه ورور خبره ( خواره دی شی مینځه چه د مینځی کالی وینیځی ) او یا ( زه د ادی مزدوره او ادی د کلی مزدوره ) په مجموع کی حتی د امریکا د ترمپ اداره هم خپلواکی نه لری د نظم نوین جهانی د قوماندی او پالیسیو له مخی کار کوی یعنی د څه ویلو او کولو چه ورته امر کیږی هغه ترسره کوی. بیا د کابل غلامه اداره او د غلامی اداری د غلام ریس غلام ویاند صدیق دیقی بیچاره خو څو ځلی په صفر کی ضرب شوی، څه چه وایی او څه چه کوی هغه… نور لوستل »