
سعودي: د تېلو پر سترو زيرمو د حوثيانو د بریدونو له امله اور لګېدلی «ويډيو»
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وږی، ۱۳۹۸ل): سعودي عربستان کې د تېلو پر دوو سترو زېرمو د حوثي ملېشو بې پيلوټه بریدونو له امله پراخ اورونه لګېدلي دي.
د سعودي رسنيو په وينا د تېلو د دولتي شرکت «ارامکو» پر دوو زېرمو بې پيلوټه برید کې سخت اورونه لګېدلي وو، چې له څو ساعته هڅو وروسته اور ووژل شو.
سعودي چارواکو د پېښې پخلی کړی، خو دا يې نه دي ويلي، چې د دې پېښې تر شا د چا لاس دی.
په يمن کې حوثي ملېشو د دې برید مسؤوليت منلی دی.
د حوثيانو له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی د سعودي په ختيځ کې د بقيق او خریص تېلو پر زېرمو لس ډرون بریدونه کړي او خبرداری يې ورکړی دی، چې سعودي کې به د خپلو بریدونو دايره نوره هم پراخه کړي.
د تېلو «بقیق» زېرمه د سعودي په ختيځ ظهران ښار څخه شپېته کيلومټره په جنوب لويديځ کې ده او د «خريص» زېرمه د سعودي په لويديځ کې ده، چې دواړه زېرمې د نړۍ په کچه تر ټولو سترې زېرمې بلل کيږي.
د يادونې وړ ده، چې د يمن جګړه په ۲۰۱۴ کال کې پيل شوې او په ۲۰۱۵ کال کې د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف د يمن پلازمېنې صنعا په شمول په نورو سيمو کې هم د حوثيانو پر ضد هوايي بمبار او ځمکني عمليات پيل کړل.
په جګړو او بمباريو کې تر اوسه د ښځو او ماشومانو په شمول له لس زرو زیات کسان وژل شوي او شاوخوا څوارلس ميليونه يمنيان له لوږې او قحطۍ سره مخ دي، خو د جګړې د پای ته رسېدو څرک تر اوسه هم نه ښکاري.