افغانستان

د امریکا پخوانی سفیر: د طالبانو او امریکا مذاکرات بیا پیلېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وږی، ۱۳۹۸ل): په ناټو سازمان کې د امریکا د متحده ایالاتو پخوانی سفیر «دوگلاس لوټ» وايي، د طالبانو او امریکا مذاکرات لغوه شوي نه دي او تمه ده بیا ځلې پیل شي.

دوګلاس نن یوې ناستې ته وویل « د طالبانو او امریکا مذاکرات لغوه شوي نه دي، په لنډ وخت کې به بیا له سره پیل شي، طالبان به له افغان حکومت سره خبرو ته کېني؛ خو دا کار یو څه زیاتې مودې وخت ته اړتیا لري».

د دوګلاس په قول، د افغانستان جګړه نظامي حل نه لري او باید له سیاسي او ډيپلوماټیکو لارو يې د حل هڅه وشي.

د امریکا پخوانی سفیر داسې مهال د طالبانو او امریکا د مذاکراتو د بیا ځلې پيل خبر ورکوي، چې کابو یوه اوونۍ وړاندې د دواړو لورو تر منځ له تېرو څو میاشتو راهیسې روان مذاکرات د ټرمپ له لوري لغوه اعلان شول او خبرې په ټپه ودرېدې.

د خبرو له لغوه کېدلو سره سم د طالبانو د سیاسي دفتر دوه پلاوي د چین او روسیې په لوري وخوځېدل او هلته یې له رسنیو سره په خبرو کې مذاکراتو ته خپله ژمنتیا یاده کړه او د مذاکراتو بیا ځلې پيل ته یې ځان تیار وښود.

په ورته وخت کې روسیې، چین او المان په متحده ایالاتو غږ وکړ څو له طالبانو سره بیا ځلې خبرو ته تیار شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x