
ارګ: په لسو ورځو کې امنیتي وضعیت بدلوو
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وږی، ۱۳۹۸ل): ارګ وایي، ټاکنې د سولې په پرتله لومړیتوب لري او په یوه امن فضا کې د ترسره کولو په موخه په لسو ورځو کې امنیتي حالت ته تغیر ورکوو.
د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» چې په کابل کې یې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې، وویل « ټاکنې لومړیتوب لري، د نړۍ هیڅ قدرت نشي کولای د مېزان په شپږمه د ټاکنو په وړاندې ودرېږي او هر هغه څوک چې ددې پروسې په وړاندې درېږي موږ یې د افغانستان د دښمنانو په حیث پېژنو».
نوموړي زیاته کړه « ددې لپاره چې ټاکنې په یوه امن فضاء کې ترسره شوي وي، موږ په لسو ورځو کې دننه د افغانستان امنیتي وضعیت بدلوو».
صدیقي په ورته وخت کې له خلګو وغوښتل څو په ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي او له څارونکو بنسټونو یې د ټاکنو د شفافیت د تضمین هیله وکړه.
د صدیقي په قول، دمګړۍ یې د سولې لپاره کېدونکې هڅې درولې او د ټاکنو تر پای ته رسېدلو او د یوه منتخت حکومت تر منځته راتګ وروسته به بیا ځلې پیلېږي.
یاده دې وي، چې ارګ داسې مهال په لسو ورځو کې د امنیتي وضعیت د ښه کولو ډاډ ورکوي، چې د طالبانو بریدونو تر بل هر وخت زور اخستی او د شمالي ولایتونو ګڼې ولسوالۍ یې په څو ورځو کې نیولې.
په ورته وخت کې طالبانو ټاکنې د سولې د سبوتاژ هڅې بللې او په وړاندې د درېدلو ګواښ یې کړی.