
د خیټې دردونه؛ کوم وخت ډاکټر سره مشوره په کار ده؟
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وږی، ۱۳۹۸ل): د روغتیا لپاره د پوهاوي فدرالي مرکز وایي چې د خیټې دردونه که څه هم د سالمې روغتیا پرمخ خنډ وي خو د نورو دردونو په پرتله عادي دي او په ځینو کورنۍ نسخو سره یې درملنه کیدلای شي، خو ځینې مهال جدي لاملونه لري چې ډاکټر سره د مشورې اړتیا لري.
دغه مرکز چې په جرمني هېواد کې دی څرګنده کړې چې د خیټې عام دردونه د کروایي چای، ویلني، او بادیانو خوړلو سربېره په ارام کولو او د سپکو تمرینونو په ترسره کولو سره له منځه تللی شي.
په لاندې حالاتو کې باید د خیټې درد پرمهال ډاکټر سره مشوره وشي:
کله چې درد خورا زیات وي او په هیڅ شي له منځه نه ځي، دا د اپنډیکس ناروغۍ نښه ده چې د عملیاتو له لارې یې درملنه کیږي.
د خیټې درد پرمهال ددې پړسیدل او سختېدل
کله چې د خیټې درد پرمهال په ډکو بولو «غایطو» کې وینه وي، دا د بواسیرو ترڅنګ د نورو ناروغیو نښه ښودل کیږي.
کله چې د خیټې درد پرمهال سخته تبه وي، دا د اپنډيکس ناروغۍ نښه ګڼل کیږي.
کله چې د خیټې درد پرمهال قۍ کوئ، دغه مهال هم د اپنډیکس خطر وي.
دغه ډول نښې د سترو ناروغیو لکه د معدې او کولایټس (قولون) انفیکشن او د اپنډیکس لامل کیږي، چې یا خو جدي درملنه غواړي او یا هم د عملیاتو له لارې یې درملنه کیږي.