ورزش

د نبي او نجيب چټکی توپوهنې په مرسته افغانستان «۱۹۷» منډې جوړې کړې

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۳ وږی، ۱۳۹۸ل): افغان لوبډلې په درې اړخيزه سيريز کې د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې په زړه پورې توپوهنه وکړه او زمبابوې ته يې «۱۹۸» منډې هدف وټاکه.

د رحمان الله ګربز لخوا چې لومړۍ شل اوريزه نړيواله لوبه يې ترسره کوله غوره پېل وشو، خو په منځني اورونو کې توپ وهونکي له ستونزو سره مخ شول، مګر په وروستي ۵ اورونو کې محمد نبي او نجيب ځدران په غوره ملګرتيا سره هدف لوړ کړ.

نبي او نجيب يومهال په ۷ توپونو ۷ شپږيزې ووهلې، چې د يوه اور په وروستي ۴ توپونو ۴ شپږيزې نبي او د راتلونکي اور په لومړيو ۳ توپونو ۳ شپږيزې نجيب ووهلې.

د افغان لوبډلې لخوا ګربز ۴۳، ځاځي ۱۳، ترکي او اصغر ۱۴ – ۱۴، نجيب ۶۹ او نبي ۳۸ منډې جوړې کړې، افغان لوبډلې ټولې ۱۵ شپږيزې ووهلې.

په ځواب کې زمبابوې لوبډلې په ۴ اورونو کې ۳۰ منډې جوړې کړي او ۳ ويکټې يې له لاسه ورکړې دي، فريد ملک دوه لوبغاړي سوځولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x