
طالبانو د فراه بالابلوک ولسوالۍ نيولې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبانو د فراه بالابوک ولسوالۍ مرکز او ټولې امنيتي پوستې نيولي دي.
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي، د دوی جنګياليو نن له غرمې وروسته د فراه بالابلوک ولسوالۍ مرکز او ټولې پوستې نيولي دي.
دا په داسې حال کې، چې تېره اوونۍ طالبانو د فراه ښار پر مرکز برید کړی او د ورځې په اوږدو کې د فراه ښار ګڼې برخې لاندې کړې وې او څو ورځې وړاندې يې د فراه انار دره ولسوالۍ هم نيولې وه.
د فراه د ولايتي شور غړو د بالابلوک ولسوالۍ د سقوط پخلی کړی او لامل يې هم د حکومت له لوري ولسوالۍ ته د تازه دمو عسکرو نه لېږل بللي دي.
د يادونې وړ ده، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د فراه ولایت ډېری برخې د طالبانو په واک کې دي او امنيتي مسؤولين هم مني، چې طالبان د ښار په شاوخوا څنډو فعاليت لري او هر وخت کولی شي، چې د ښار په مهمو ځايونو کې بریدونه وکړي.
له انار درې ولسوالۍ وروسته نن بالابلوک ولسوالۍ په داسې حال کې سقوط شوې، چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني تېره ورځ ادعا کړې وه، چې په تېره يوه اونۍ کې يې تر دوو زرو ډېر طالبان وژلي دي.
د حکومتي چارواکو د ادعا پر خلاف طالبانو د هېواد په شمال او جنوبي ولايتونو کې بې ساري پرمختګونه کړي او امنيتي ځواکونو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.