افغانستان

طالبان: تېره یوه میاشت کې ۱۲۰۰ دولتي کارکوونکي ورسره یو ځای شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، د دعوت او ارشاد کمېسیون د پرلپسې هڅو په برکت په تېره میلادي میاشت کې ۱۲۰۰ دولتي کارکوونکي ورسره یو ځای شوي.

د طالبانو اړوند د «دعوت او ارشاد» له ادارې څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېر اګست میاشت کې ۱۱۶۴ تنه د حقایقو له درک کولو وروسته له ګڼو وسلو او مهماتو سره یو ځای د «اسلامي امارت» سره یو ځای شول او د مسئولینو له لوري ورته تود  هرکلی وویل شو.

خبرپاڼه وړاندې لیکي « داسلامي امارت له مجاهدینو سره یوځای شووهیوادوالووعده وکړه چي نور به د خپل دین او وطن له خارجي اوداخلي مزدورانوسره هیڅ رازتعلق نه ساتي، د خپل مظلوم ولس او مجاهدینو وروڼو سره به همکاري کوي ،ترڅو لوی خدای جل جلاله ژر تر ژره زموږله ویاړلې خاوري څخه دکفر،فسق ،،اشغال ،فحشاء او ګمراهیو کرغیړن ټغر ټول کړي او د مسلمانانو د خوښي یو سوچه اسلامي واکمني رامنځته کړي چي ټول افغانان پرې راټول شي .»

د خبرپاڼې له مخې،  طالبانو مسئولینو یادو کسانو ته انعامونه او جایزې ورکړې او د هغوی دا ګام یې وستایه.

یاده دې وي، چې طالبان د «دعوت او ارشاد» په نامه ځانګړی کمېسیون لري، چې په دولت پورې تړلي کسان خپلو لیکو ته رابولي او هغه کسان چې له دوی سره یو ځای کېږي،  د تاوده هرکلي تر څنګ ورته د سر او مال د حفاظت ډاډ ورکوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x