حکمتيار: دولتي عسکر د جګړې په تقدس بې باوره دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وږی، ۱۳۹۸ل): د حزب اسلامي ګوند مشر او د ولسمشريزو ټاکنو نوماند ګلبدين حکمتيار ويلي، دولتي عسکر د جګړې په تقدس باور نه لري، بلکې له لوږې، بې چاره ګۍ او بې کارۍ د عسکرو ليکو ته ورځي.

حکمتيار نن په کابل کې د خپلو پلويانو ټاکنيزې غونډې ته په وينا کې وويل، هره ورځ له درې سوو زيات عسکر د دې نظام لپاره وژل کيږي، په دغو وژل شوو عسکرو او پوليسو کې هېڅ يو يې هم د جګړې په تقدس باور نه لري، بلکې د اقتصادي ستونزو، بې چاره ګۍ او لوږې له امله د امنيتي ځواکونو ليکو ته ورځي.

ګلبدین حکمتيار زياته کړه، چې د ګډ حکومت چارواکي د سولې پر وړاندې ستر خنډ دی، د اشرف غني فرمان د ارګ په سل مترۍ کې نه عملي کيږي او له هغه ورځې، چې ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړي، د دوی په رګونو کې هم وينه چلېدلې او د جګړې دوام ته خوښي کوي.

د ګډ حکومت چارواکو د حکمتيار څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی دی.

د ارګ وياند صديق صديقي د امنيتي ځواکونو په اړه د حمکتيار څرګندونې غیر مسؤولانه بللي او له هغه يې غوښتي، چې د خپلو څرګندونو په تړاو بښنه وغواړي.

صديقي ويلي، حکمتيار، چې اوس ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند دی، د امنيتي ځواکونو برکت دی، چې د حکمتيار او ټولو نوماندانو ساتنه کوي.

ګلبدين حکمتيار تر اوسه د صديقي د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ترين
میلمه
ترين

څوک چې د جنرال حميدګل شاګرد وی هغه نه څه ګيله?

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

ښی چاری،
ګلبدین،مسعود،ربانی،طالیبان خپلی دوری تیری کړی دی،ټول ولس ته معلوم دی،ولس د ټولو ظلمونه بیل بیل لیکلی دی،
نور د طالیب ،ګلبدین،مسعود،ربانی دوری تیری دی،
نوی څیری،نویو پلانونو ،نوی سیاست مدارانو ته ضرورت دی،
نور دوی وراسته زاړه له کاره لویدلی خوسا شوی بوی ناکه غوښی په شان دی،
باید ځانونه له صحنه څخه څنګ ته کړی،
ملت به یی ښیګړه ومنی،