محب: د بهرنیو عسکرو وتل د افغانستان په زیان دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وږی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د ملي امنیت سلاکار «حمدالله محب» وايي، افغان ځواکونه د ترهګرو سره د مبارزې په لاره کې لا هم د بهرنیانو مرستې ته اړتیا لري او که بهرني عسکر په بیړه له افغانستان څخه ووزي؛ دا ګام به د متحده ایالاتو او افغانستان لپاره له خطره خالي نه وي.

محب چې له «سي بي اېس» امریکايي تلویزون سره یې خبرې کولې، وویل « په افغانستان کې لسګونه ترورستي ډلې فعالیت کوي او افغان ځواکونه  له هغوی سره د مبارزې لپاره لا هم د ناټو او بهرنیو سرتېرو مرستې او اکمال او هغه ټکنالوژی ته اړتیا لري چې افغان ځواکونو ته په واک کې نه ده ورکړل شوې».

محب زیاته کړه « که بهرني عسکر له افغانستان څخه په بیړه ووزي او افغان عسکر په ښه توګه سمبال نکړي، دا ګام به د متحده ایالاتو، افغانستان او نړۍ لپاره له خطره خالي نه وي».

د ملي امنیت سلاکار داسې مهال له بهرنیو عسکرو پرته د افغان ځواکونو راتلونکې تیاره ویني، چې د امریکايي ولسمشر په ګډون ګڼ شمېر امنیتي چارواکي له افغانستان څخه بهرنیو عسکرو د را ایستلو پلوي دي.

په امریکايي ولس سربېره د طالبانو او امریکایانو د مذاکراتو مهم شرط هم له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو وتل دي، د طالبانو په قول، امریکایانو ورته د یوې اډې د منلو په صورت کې بشپړ واک سپاره؛ خو هغوی ورسره منلې نه ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
فدامحمد نومير
میلمه
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط لعنة الله علی الکاذبين ط محب څومره بد بخت , کم عقل او کاذب دی . ناټو او امريکا چي په اتلس کاله کي چي يوو اقتصادي نسل دی . افغان چرسي ، بنګي او شرابي فوځيان سمبال نه کړای سو. کله به يي سمبال کړي. محب دي نه ځان غولوي ، نه دي افغان ميړنئ ولس غولوي . او نه دي خپل نړيوال ملاتړي غولوي . جهان ته څرګنده سوې ده ، چي د غلو په لاس په افغانستان کي امن ناشوني دی. ان شاالله چي ‌‌‌‌‌‌ډير ژر به خپلي کودړي پر اوږو مړې… نور لوستل »

Adam Khan
میلمه
Adam Khan

DA BAHRANAIW ASKRO WATAL STA AW DA GHAIN O AAIN PA ZIAN DE NA DA
AFGHAN WALAS

پتنګ
میلمه
پتنګ

نو چې د امریکا ځیره نوي دا فاسد بیا نور نو څرنګه ژوند وکړي !
خو بیله خبرو یې بل هیح هم ندي زده او نه بل کوم کمال لري !