
افغانستان له زمبابوې څخه لومړۍ شل اوریزه لوبه وګټله
نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۳ وږی، ۱۳۹۸ل): په بنګلديش کې د زمبابوې په شمول په درې اړخيزه سيريز کې افغان لوبډلې په خپله لومړۍ سيالۍ زمبابوې لوبډلې ته د ۲۸ منډو په توپير ماتې ورکړه.
نجيب ځدران د لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی و چې لوبډله يې له ماتې وژغورله، نوموړي هغه مهال زياتې او چټکې منډې جوړې کړې چې افغان لوبډله له ستونزو سره مخ وه.
په ياده لوبه کې زمبابوې پچه وګټله خو لومړی يې راشد خان ته توپوهنې بلنه ورکړه، د رحمان الله ګربز په مرسته افغان لوبډلې ښه پېل وکړ، خو حضرت ځاځي، اصغر افغان او نجيب ترکي په منډو جوړولو کې ناکام شول، دريواړو په شريکه ۴۱ منډې جوړې کړې.
په وروستيو ۵ اورونو کې نجيب ځدران او محمد نبي د شپږیزو باران جوړ او په ګډه یې ۱۰ شپږيزې په لنډ وخت کې ووهلې، دوی دواړو د ۱۰۷ منډو ملګرتيا وکړه او زمبابوې ته يې «۱۹۸» منډې هدف وټاکه.
A comfortable 28-run victory for Afghanistan!
A tidy performance from the bowlers but the star of the show was Najibullah Zadran with his unbeaten 69, a knock that featured six sixes. #AFGvZIM SCORECARD ⬇️ https://t.co/cB9DTPraND pic.twitter.com/qwW6d0Yo0k
— ICC (@ICC) September 14, 2019
د افغان لوبډلې لخوا ګربز ۴۳، ځاځي ۱۳، ترکي او اصغر ۱۴ – ۱۴، نجيب ۶۹ او نبي ۳۸ منډې جوړې کړې، افغان لوبډلې ټولې ۱۵ شپږيزې ووهلې چې له مخې يې ۲ ګربز، ځاځي، اصغر او ترکي ۱-۱، نجيب ۶ او نبي ۴ شپږيزې ووهلې.
په ځواب کې زمبابوې لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۶۹ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا چکبوا ۴۲ او برنډن ټيلر ۲۷ زياتې منډې جوړې کړې.
په توپ اچونه کې د افغان لوبډلې لخوا فريد ملک او راشد خان ۲-۲، کريم جنت او ګلبدين نائب ۱-۱ ويکټه واخيستله.
د يادونې ده چې د يادو سياليو په لړ کې به افغان لوبډله خپله دويمه سيالۍ سبا يکشنبه د بنګلديش لوبډلې پر وړاندې په نني لوبغالي او نني وخت ترسره کوي.