نړۍ

ټرمپ د اسامه بن لادن د زوی «حمزه» وژنه یو ځل بیا اعلان کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وږی، ۱۳۹۸ل): د امریکا ولسمشر ټرمپ په یوه خبرپاڼه کې د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن وژنه تایید کړه او وې ویل چې هغه د تروریزم پر خلاف عملیاتو کې د روان کال په پيل کې وژل شوی دی.

نن د شنبې په ورځ د سپينې ماڼۍ څخه خبریالانو ته په لیږل شوي خبرپاڼه کې ویل شوي: «حمزه بن لادن، د القاعده جګپوړی غړی او د اسامه بن لادن زوی، د امریکا د تروریزم پر خلاف عملیاتو کې د پاکستان او افغانستان په سیمه کې وژل شوی دی».

د خبرپاڼې سره سم حمزه بن لادن د قیادت د مهارتونو تر څنګ د خپل پلار نوم ورسره وو چې له امله یې هغه په القاعده کې لوړ مقام درلود او د مختلفو «تروریستي» ډلو سره یې د پلان جوړونې او تعامل مسؤولیت په غاړه درلود.

تر دې مخکې د روان کال په جولايي میاشت کې هم ټرمپ د حمزه بن لادن د وژل کېدو خبر ورکړی وو خو د نورو معلوماتو ورکولو څخه یې ډډه کړې وه، هغه وخت ټرمپ حمزه بن لادن امریکا ته لوی خطر بلل وو.

اوس هم د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې نور معلومات نه دی ورکول سوي چې په مشخصه توګه عملیات چیري او څرنګه تر سره سول او یا د پيښې نور جزئیات څه دي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې ټرمپ طالبان د خبرو اترو لپاره امریکا ته ور بللې وه، خو طالبانو د هغه بلنه رد کړې وه چې له امله یې ټرمپ د طالبانو سره خبرې وځنډولې او له هغه راهیسي د طالبانو پر خلاف د جګړې تیزولو او زیاتو طالبانو د وژلو ادعاوي وکړې.
داسي ښکاري چې د حمزه بن لادن د وژنې د بیا اعلانولو څخه ټرمپ غواړي په افغانستان کې د القاعده پر خلاف خپله بریا رسنیزه کړي او د ځواکونو د ایستلو لپاره د طالبانو سره د مذاکراتو پر ځای یوه بله بهانه ولټوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x