د مذاکراتو د ځنډیدو لاملونه او پایلې «لومړ‎ۍ برخه»

حفيظ الدين پيرزاده

موږ‎ د انساني تاریخ په اخري پړ‎او کې ژوند کوو.
اوس بې له شکه ھغه وخت را رسیدلی چې زموږ‎ دیني کتابونو د قرآن کریم او مبارکو احادیثو په رڼا کې د فتنو یا دجل زمانه بللې!

دا چې رحمان بابا وایي:

حقیقت په دنیا ھومرہ دی نایابه
چې سیند نه شم پیژندلی له سرابه

ھمدې حقیقت ته اشارہ کوي.

نن سبا چې ھر څه زموږ‎ پر شاوخوا پیښیږ‎ي، لاملونه یې په دوہ ډوله وي، یو حقیقي لاملونه او دویم غیر حقیقي یا ظاھري چې تر ډیرہ ھمدا دویم قسم لاملونه رسنیز کیږ‎ي.

د بیلگې په توگه د سپتمبر د یولسمې د پیښې اصلي لاملونه ھغه نه و کوم چې موږ‎ په رسنیو کې لیدل.

ھمدا راز د سولې د خبرو ودریدل ھم د ھغه یوہ امریکائي پوځي وژل کیدل نه دي لکه ټرمپ چې وایي ځکه که داسې وي د ھمدې پوځي له وژل کیدو څو ورځې وړ‎اندې دوہ نور امریکائي پوځیان ووژل شوہ خو د خبرو لړ‎ۍ قطع نه شوہ!

د خبرو د ودریدلو ځیني رښتیني لاملونه:

۱- د طالبانو لخوا د ډیویډ کمپ ته له ورتگ څخه انکار

۲- له موافقتنامې څخه مخکې د اوربند نه منل

۳- د امریکې جمھوریت پلوي، په ټوله کې د انگریزانو د فارورډ پالیسي تعقیبوي د دې ډلې یو غړ‎ی جان بولټن چې د ټرمپ د ادارې د امنیت سلاکار و او تازہ له کارہ گوښه شوی پر جگړ‎ہ باور درلود.

ټرمپ د ھمدې افراطي گروپ د فشار په نتیجه کې د مذاکراتو لړ‎ۍ ودروله.

۴- امریکا یو کاپیتالیستي ھیواد دی، سیاستوال یې یا د تیلو، وسلو او نورو سترو کمپنیو مالکان دي او یا د ھغوی بړ‎یڅي.

د دې کمپنیو گټه په جگړ‎ہ کې دہ، که مذاکرات بریالي شي، جگړ‎ہ ودریږ‎ي نو د ھمدې گروپ  فشار ھم د دې لامل شو چې مذاکرات ودریږ‎ي.

۵- د امریکا په سیاسي، اقتصادي، رسنیزو، ټولنیزو او نورو برخو کې د اروپایي یھودو خوځښت ( Zionim ) چې د لوی اسرائیل ( Greater Israel ) داعیه پر مخ وړ‎ي، تر ټولو نورو گروپونو ډیر پریکندہ او موثر رول لري.

د مذاکراتو بریالیتوب چې په نتیجه کې به یې د افغانانو په لاس افغانستان د استحکام، ثبات، یووالي او شرعي نظام پر خوا تلل، د ھغوی د داعیې لپارہ یو احتمالي خطر  و.

ښایي ھغوی ھم په دې تاودہ تنارہ کې خپله ډوډۍ پورې کړ‎ې وي او پر ټرمپ یې د مذاکراتو د لغو کولو غږ‎ کړ‎ی وي.

۶- له ۱۹۴۹ م کال را پدیخوا د امریکا د استخباراتو سازمانونه، په ځانگړ‎ي ډول سي آی اې د اپینو او ھیروینو پر قاچاق تورنه شوې.

د اتیایمې لسیزې په نیمایي کې د ډونالډ ریگن د ادارې لخوا پر سي آی اې د لگیدلو اتھاماتو مفصله څیړ‎نه وشوہ چې په نتیجه کې یې ډیر داسې اسناد او شواھد ډاگیز شو د کومو له مخې چې د مخدرہ موادو په قاچاق کې د یاد سازمان لاس لرل ثابت شوہ.

طالبانو د خپل حکومت په دوران کې د کوکنارو کرکیله صفر ته را ټیټه کړ‎ې وہ خو په تیرو دوہ لسیزو کې، د نړ‎یوالې ټولنې په موجودیت کې د کوکنارو کاشت فوق العادہ زیات شو.

د ملل متحد خپلې سروې گانې وایي: افغانستان د نړ‎ۍ ۹۰ سلنه اپین تولیدوي.

د مذاکراتو له لیارې د طالبانو بیا قدرت ته رسیدل دا احتمال د یقین تر کچې قوي کوي چې دا ۹۰ سلنه به بیرته صفر ته راکوزیږ‎ي نو ځکه په امریکا کې ھغه کړ‎ی گانې د استخباراتي سازمانونو په شمول چې په دې کاروبار کې لاس لري، نه غواړ‎ي مذاکرات یوہ بریالۍ پایله ولري.

ښایي دوی ھم لیونی ټرمپ په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د مذاکراتو لغو کولو ته ھڅولی وي.

۷- د امریکې د فوځ ډیري لوړ‎ پوړ‎ي چارواکي د جگړ‎ې په اوږ‎دو کې د ډیرو شتمنیو څښتنان شول، ھغوی د وسلو، تجھیزاتو او اکمالاتي کمپنیو له قراردادیانو خپله برخه اخلي چې د جگړ‎ې د ختمیدو په صورت کې یې دا عائد بندیږ‎ي نو ممکن ځینو فوځي کړ‎یو ھم ټرمپ د مذاکراتو لغو کولو ته تشویق کړ‎ی وي.

۸- د منځنۍ اسیا لپارہ د امریکا د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر مائیکل کوگلمن وایي: امریکا د مذاکراتو له لارې غوښتل طالبان وویشي او د خپلمنځي اختلاف په مرض یې اخته کړ‎ي خو بریالۍ نه شوہ.

د کوگلمن له خبرې دا په اسانه جوتیږ‎ي چې امریکا خپلې موخې ته و نه رسیدہ نو مذاکرات یې بند کړ‎ل.

۹- ښایي د غني ادارې چې اصلا سوله نه غواړ‎ي او پاکستان چې د سولې په خبرو کې د روسانو او مجاھدینو د مذاکراتو د زمانې په پرتله انزوا ته تللی، په گډہ او یا ھم په انفرادي توگه د سولې د خبرو په مقابل کې په امریکا کې لابي کړ‎ې وي.

۱۰-په دیپلوماتیک ډگر کې د طالبانو چټکې او بې ساری بریاوې او ھغه ھم د امریکائي پخو او منجیدلو سیاسي شاطرانو په مقابل کې که له یوې خوا ټوله نړ‎ۍ ھیښه کړ‎ې نو له بلې خوا ښایي د طالبانو د مذاکراتي ټیم د افرادو په زړ‎ونو کې یې ھم د لویي او غرور ھوا چلولي وي.

ښایي الله عزوجل ورته دا ښودل غوښتل چې الله تعالی د ھغوی د یو کال ھڅې او زیارونه د یوہ لیوني، شرابي امریکائي په یوہ ټویټ له خاورو سرہ خاورې کولای شي!
ښائي دا د ھغوی لپارہ د عبرت درس او د فکر لمحه وي تر څو یې پر الله تعالی توکل نور ھم زیات شي، تر څو پوہ شي که د الله تعالی نصرت او پیرزوینه نه وي، دوی د کفري طاقتونو په مقابل کې ھیڅ ھم نه دي!

که مولا یې پخپل فضل ږ‎منځ نه کا
ښې ښې ږ‎یرې به شي سپکې لکه درب

نوټ: دا لیکنه بله برخه ھم لري

حفیظ الدین پیرزادہ
د سپتمبر ۱۳/ ۲۰۱۹ م

ستاکھولم سویدن

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

پيرزاده صاحب خيرونه مو په نصيب سه
د بلی برخی په انتظار