نړۍ

ايکانومیسټ مجله: امریکا مجبوره ده، له طالبانو سره د سولې خبرې پيل کړي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۴ وږی، ۱۳۹۸ل): د امریکا ايکانوميسټ مجلې ليکلي، متحده ايالتونه د افغانستان جګړه په زوره نه شي ګټلی او بالاخره به هم مجبوره وي، چې طالبانو سره د سولې خبرې بېرته پيل کړي.

مجلې زياته کړې، هغو خلکو، چې په امریکا کې دننه او بهر يې له طالبانو سره د سولې د خبرو مخالفت کاوو، د ټرمپ له لوري د سولې خبرو د لغوه کول ورته د هوساينې خبر و.

خو ايکانوميسټ وايي، امریکا په تېرو اتلسو کلونو کې د افغانستان جګړه ونه شوای ګټلې او هغه مهال، چې په افغانستان کې د امریکا يو نيم ليک پوځيان پراته وو، د جګړې د ګټلو څرک نه ښکارېده، د څو زرو عسکرو په شتون کې به يې څنګه وګټي.

د مقالې ليکوال ټينګار کوي، چې د تېرو اتلسو کلونو د تجربو له مخې د افغانستان جګړه په زور نه ګټل کيږي، د دې بحران د پای ته رسولو يوزاېنۍ لاره سوله‌ ييزې هڅې دي او امریکا به بالاخره هم مجبوره کيږي، چې طالبانو سره د سولې خبرې پيل او روانه جګړه پای ته ورسوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره اونۍ له طالبانو سره د سولې خبرو د لغوه کولو اعلان وکړ او بهانه په کابل کې د طالبانو له لوري د يوه امریکايي عسکر وژل ياده کړې وه، خو د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او نورو چارواکو ويلي، امریکا اوس هم له طالبانو سره د سولې خبرو ته لېواله ده.

طالبانو هم د سولې خبرو ځنډولو په اړه امریکا ته د ملامتيا ګوته نيولې ده.

د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال او سر مرکچي شېر محمد عباس ستانکزي مسکو ته د خپل سفر پر مهال رسنيو ته ويلي، امریکا سره د سولې غوښتونکي دي، خو که امریکا جګړه غواړي افغانان هم ورسره تر راتلونکو سلو کلونو د جګړې وړتيا لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x