ټرمپ: له طالبانو سره د سولې خبرو نورې لارې چارې هم شته

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۴ وږی، ۱۳۹۸ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، طالبان پر خپل وروستي برید پښېمانه دي او له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره نورې لارې چارې هم شته.

ټرمپ په خپله ټويټرپاڼه کې ادعا کړې، چې په تېرو څو ورځو کې يې طالبان دومره ځپلي، چې پخوا يې ساری نه و، په کابل کې د طالبانو سرتېری برید ښه مفکوره نه وه او اوس طالبان هم پر خپلې کړنې پښېمانه دي.

د امریکا ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره اوونۍ يې له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې او ورپسې څو ورځې وروسته يې وويل، چې د ده په باور له طالبانو سره د سولې خبرې نورې مړې شوي دي.

خو د سولې خبرو د ځنډولو په سبا د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو «سي ان ان» او «اې بي سي» ټلويزونونو سره په مرکه کې وويل، چې امریکا لا هم له طالبانو سره خبرو ته لېوالتيا لري، خو په دې شرط، چې طالبان له امریکا سره په ليکل شوې مسوده کې په شته شرطونو عمل وکړي.

امریکايي کارپوهان وايي، ټرمپ په خپل طبيعت کې د افغانستان جګړې د پای ته رسولو پلوی دی، خو د ملي امنيت سلاکار جان بولټن په شمول يو شمېر چارواکي له طالبانو سره د سولې خبرو او روانې جګړې د پای ته رسولو مخالف وو.

وړمه ورځ ډونلډ ټرمپ خپل د ملي امنيت سلاکار له دندې ګوښه کړی او ويلي يې و، چې دی د بولټن له ډېرو مشورو او وړانديزونو سره مخالف و.

د جان بولټن له ګوښه کولو وروسته ډېری کارپوهان په دې باور شوي، چې سپينه ماڼۍ کې د افغانستان جګړې د پای ته رسولو لابي قوي شوې او ښايي په لنډ وخت کې يو ځل بيا له طالبانو سره د سولې خبرې بېرته پيل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

دا خبري ټرمپ د دې لپاره کوي چي طالبان د افغانستان په ولسمشريزو انتخاباتو کي له بريدونو راوګرځوي او د دوی وفادار ګوډاګی اشرف غني په ټاکنو کي د برياليتوب زيات چانس ولري.