افغانستان

طالبانو د سره صلیب فعالیت ته بیا اجازه ورکړه

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۴ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سره صلیب ځنډېدلي فعالیتونو ته یو ځل بیا اجازه ورکړه او وې ویل چې دوی ددغې موسسې پر فعالیت د یو لړ ملاحظاتو له وجې بندیز لګېدلی وو.

د طالبانو نظامي کمیسون د روان کال ۲۰۱۹ په اپریل میاشت کې د سره صلیب خیریه موسسې پر فعالیت بندیز لګولی وو او ویلي وه چې د جګړې له امله پيچلی وضعیت رامنځته شوی او د سره صلیب نړیواله اداره هغه څه چې د اسلامي امارت له مسؤلینو سره یې تعهدات کړي دي، نه عملي کوي، ځکه نو دوی نور ددغې ادارې د امنیت مسؤولیت په غاړه نه اخلي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «د قطر هيواد په مرکز دوحه ښار کي د اسلامي امارت د مسئولينو او د سره صليب د نړيوالي کمېټې د مشرانو تر منځ تر مسلسلو اړیکو او بحثونو وروسته د سره صليب نړيوالي کمېټې او اسلامي امارت تر منځ د پخوانیو تعهداتو سربېره د بشري مرستو په برخه کې نوې وعدې هم وشوې چې پر اساس یې اسلامي امارت دوی ته د بیا فعالیت اجازه ورکړه».

دغه خبرپاڼه چې د اسلامي امارت په نامه خپره شوې، د سره صلیب سره امنیتي تعهد په کښي بیرته معتبر ګڼل شوی او طالبانو ته لارښوونه شوې چې ددغې نړیوالې ادارې فعالیت ته زمینه برابره کړې، د کارکوونکو او اړوندو اجناسو حفاظت ته پاملرنه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x