«کورنۍ کاچوغه د درمل خوړلو لپاره مناسبه نه ده»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ وږی، ۱۳۹۸ل): د جرمني مشهور روغتیایي ژورنال «اپوتیکن اومچاو» په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې کورنۍ کاچوغې د درمل/شربت خوړلو لپاره مناسبې نه دي، ځکه چې په دې سره ممکن له اړین هدف څخه درمل زیاته اندازه وخوړل شي، په ځانګړي ډول د انتي بیتک او درد وژونکو درملو پرمهال.

راپور د روغتیا په اړه مشوره ورکوي چې د درمل استعمال لپاره باید په دې کې موجوده خپله کاچوغه وکارول شي، که چیرې د استعمال بله وسیله (سیرنج..) ولري باید له استعمال وروسته په ګرمو اوبو پریمنځل شي.

په عام ډول ناروغ ته په کار دي چې د درمل کارولو څخه وړاندې باید د شربت بوتل په ښه توګه وخوځوي، تر څو په درمل کې موجود مواد له یوه بل سره په سم ډول ګډ شي، دوی د ګولۍ خوړلو پرمهال مشوره ورکوي چې باید وقفه وقفه کې د برابرو اوبو سره وخوړل شي.

دغه ډول دوی سپارښتنه کوي چې درمل که ګولۍ یا شربت وي باید له مستقیم لمر وړانګو څخه وژغورل شي، په وچ ځای کې کیښودل شي او له ۲۵ څخه په ټيټه تودوخه کې وساتل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د